دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 126827
احمد ولي هوتک، د فري فایټ سیالۍ په موخه مسکو ته ولاړ
د هیواد د فري فایټ اتل احمد ولي هوتک د خپل روسي سیال "یوري ریباج" سره د سیالۍ په موخه مسکو ته لاړ.

د هیواد د فري فایټ اتل احمد ولي هوتک د خپل روسي سیال "یوري ریباج" سره د سیالۍ په موخه مسکو ته لاړ.

ټاکل شوې چې دغه سیالۍ روانه میاشت ( د مې ۲۶ مه) په مسکو کې تر سره شي.

د فري فایټ اتل تر اوسه ۱۷ حرفوي او ۱۰ غیر حرفوي لوبې کړي چې په دې ټولو کې هیڅ ماتې نه لري.

ښاغلي هوتک تیره ورځ مسکو هیواد ته لاړ څو خپل روسي سیال سره د مې په ۲۶ مه د سیالۍ ډګر ته ووځي.

نوموړي چې په خپلو ۲۷ مسلکي او غیرمسلکي لوبو کې هیڅ ماتې نه ده خوړلې له هیوادوالو څخه غواړي چې هغه دعا وکړي.

احمد ولي تر دې دمه د برازیل، نیپال، رومانیا، ایران ، پاکستان او هندوستان له هیوادونو سیالانو سره لوبې کړي دي.

او تمه ده چې دا ځل د روسي سیال سره خپل چانس و ازمايي.


https://avapress.com/vdcb50b8zrhb5wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته