کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې د ماین چاد ونې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 6 جوزا 1395 ساعت 18:26


د هیواد کندهار ولایت څخه رپوټونه وايي، د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

پيښه نن سهار دغه ولایت دامان ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه وخت را منځته شوه، چې د ملکي کسانو موټر ورسره ټکر وکړ.

د قندهار والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د پيښې وژل شوي او ټپيان ملکي کسان دي.

تر اوسه د پيښې پړه کوم کس یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

 


د مطلب کود: 126828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126828/کندهار-کې-د-ماین-چاد-ونې-ملکي-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com