دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 126950
نړیوال دي پاکستان دتروریستانو په لیست کي شامل کړي
دافغانستان دمشرانو جرګې لمړي مرستېال فرهاد سخي له نړیوالو څخه غوښتي دي چي پاکستان هېواد دي دتروریستانو په لیست کښي واچوي، دنوړوي په خبره چي پاکستان د ډېري مودې راهیسي د افغانستان په ګډون دیو شمېر نورو هېوادونو د ورانولو لپاره تروریستان روزي،

دسخي په خبره چي د طالب وسلوالو دوژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور دجیب څخه دپاکستاني پاسپورټ ترلاسه کېدل له تروریستانو څخه دپاکستان ښکاره ثبوت دی،
باید ووایم چي تېره ورځ په کابل کښي دحراست او ثبات دشورا مشر عبدالرب رسول سیاف هم وویل چي که پاکستان د تروریستانو له ملاتړ څخه لاس وانخلي نو افغان او نړیواله ټولنه به یې د تروریستانو په تور لست کښي شامله کړي

https://avapress.com/vdciwqazut1ar32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته