دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 126952
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د امنېتي ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده، چې په پایله کې يې څوالسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د امنېتي ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده، چې په پایله کې يې څوالسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، د نښتې په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي .
د هغه په وينا، دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې وسله والو طالبانو غوښتل د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي چې په ترڅ کې د خالد په نوم د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان هم ووژل شو.
خوږياڼی وايي چې د دې نښتې په ترڅ کې امنيتي منسوبينو او ولسي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی .    

https://avapress.com/vdcamin6u49nuo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته