دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 127036
وسلوالو د کندوز د لارو په اږدو کې لسګونه مسافر یرغمل او ۱۰ تنه یې وژلي
د کندوز د والي ویاند، محمود دانش وايي، چې نن سهار وسلوالو کسانو څو مسافر وړونکي موټر د لارو په اوږدو کې درولي، چې له دوی څخه یې لسګونه یې برمته کړي او له ۱۰ ډېر یې وژلي دي.

د کندوز امنیتي چارواکي واييٍ، چې د یاد ولایت او بغلان د لارو په اږدو کې، وسلوالو لسګونه مسافر برمته کړي او ۱۰ نور یې وژلي دي.

د کندوز د والي ویاند، محمود دانش وايي، چې نن سهار وسلوالو کسانو څو مسافر وړونکي موټر د لارو په اوږدو کې درولي، چې له دوی څخه یې لسګونه یې برمته کړي او له ۱۰ ډېر یې وژلي دي.

د نوموړي په وینا، دغه مسافر وړونکي موټر له کابل څخه کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو ته روان وو چې د کندوز علي اباد ولسوالۍ په مرزوق په سیمه کې له موټر څخه یې کوز کړي دي.

د راپورونو په اساس، تر دې دمه معلومه نه ده چې دغه مسافرین د کومې ډلې له لورې تښتول شوي دي.

د دغې پیښې پړه کوم کس یا کومه ډله تر اوسه پر غاړه نه ده اخیستې.

د دانش په وینا، د هیواد امنیتي ځواکونه د مسافرینو د خلاصولو لپاره عملیات پیل کړي دي.


https://avapress.com/vdcexf8zpjh8w7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته