دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 127655
پاکستان ته د حضرت عمر زاخېلوال ګواښ
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال کواښ کوي که‎چېرې پاکستان په تورخم کې د ودانیو جوړل بند نه‎کړي له خپلې دندې څخه به په استعفا ورکړي.
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال کواښ کوي که‎چېرې پاکستان په تورخم کې د ودانیو جوړل بند نه‎کړي له خپلې دندې څخه به په استعفا ورکړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ په تورخم کې د دروازې او نورو ودانیو پر جوړلو ټینګار کوي خو زاخېلوال دغه کار د افغانستان لپاره د منلو وړ نه ګني.

بلخوا ناټو له کابل او اسلام اباد څخه غواړي چې خپلې لانجې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا وايي چې نوې دروازه تر ۳۵ مترو پورې د ننه د پاکستان په خاوره کې ده او دا کار به ترسره شي.

ښاغلي بخوا زیاته کړه:« پاکستان به هغه کار چې په خپله خاوره کې یې وي ترسره کړي او دا یو مشروع عمل دی نو د پولې اداره کول به د افغانستان لپاره هم ګټور وي، په تورخم کې به د تاسیساتو د جوړولو کار ونه درول شي.»

خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د خپل فیسبوک پر پاڼه پاکستان ته داسې ګواښ کړی دی:« که پاکستاني پوځیان په تورخم کې د دروازې د جوړولو کار ونه دروي او پرې نه ږدي چې کړکېچ د خبرو له لارې حل شي نو زه له نن څخه په اسلام اباد کې د خپلې دندې د دوام لپاره دلیل نه وینم، زه به د تورخم د ستونزې تفصیل له ټولو سره شریک کړم او د هغې د ناوړه پایلو مسؤولیت به ستاسو پاکستانیانو پر غاړه وي.»

افغان حکومت ټینګار کوي چې پاکستاني پوځیان په تورخم کې د کړکېچ مسؤول دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي څرګنده کړه:«افغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې د پاکستان پوځيانو په وړاندې د دې لپاره اقدام وکړ چې دغو ځواکونو د دروازې په جوړولو لاس پورې کړ.موږ نه غواړو چې له پاکستان سره جګړه وکړو او غواړو چې دغه موضوع له سیاسي لارې حل کړو.»

د ملي امینت شورا ویاند تواب غورځنګ وویل:«په تورخم کې چې د هېواد پوخیانو کومه سرښندنه وښوده، د ستاینې ده او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلکو خپل ملاتړ له دغو ځواکونو څخه اعلان کړ.»

ناټو هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ پر هواري ټینګار کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ هم څرګنده کړه:« په اوسني وخت کې مهمه دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ کم شي او د لازیاتو سرحدي تاوتریخواليو مخنیوی وشي، زه د وضعیت د ښه کېدو لپاره له اوسنیو هڅو هرکلی کوم دا ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي.»

د یکشنبې په ورځ د افغان او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ نښتې پيل شوې، په دغو نښتو کې درې افغان سرتېري او دوه ماشومان ووژل شول او ۲۱ نور پوځیان ټپیان شول، پاکستان هم د خپل یوه لوړپوړي افسر وژل او د څو تنو ټپي کېدل تایید کړي دي.
https://avapress.com/vdcbszb8srhb50p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته