دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 127657
د اورلانډو پېښې قربانیانو له کورنیو سره د ولسمشر اوباما لیدنه
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر بارک اوباما د فلوریډا ایالت په اورنډو کې د قربانیانو له کورنیو سره ولیدل او د وسلو پرلیږد قانون کې یې پر بدلون ټینګار وکړ.
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر بارک اوباما د فلوریډا ایالت په اورنډو کې د قربانیانو له کورنیو سره ولیدل او د وسلو پرلیږد قانون کې یې پر بدلون ټینګار وکړ.
بارک اوباما او مرستیال یې، جوبایډن د امریکا اورلانډو کې د تېرې اوونۍ د برید قربانیانو کورنیو لیدو لپاره فلوريډا ته سفر وکړ.
اوباما وايي:«موږ غواړو چې خپل انسانیت ښکاره کړو، او وروسته به له ټولو دولتي بنسټونو سره کار وکړو تر څو هغه قاتلان چې غواړي موږ په وېره کې واچوي په شاکړو.»
ده زیاته کړه:«موږ به د ټولو پېښو مخه ونه شو نیولی. نشو کولی چې د ټولو انسانانو له زړونو څخه کرکه لېري کړو؛ خو کولی شو چې د یو شمېر پيښو مخه ونیسو. کولی شو چې د یو شمېر کسانو ژوند وژغورو. که هوښیار ووسو نو کولی شوو چې د د یوشمېر ترهګریزو بریدونو اغېز کم کړو.»
له‎بلې خوا د جمهوري غوښتونکو سناتور، جان‎مک‎کین د بارک اوباما سیاستونه د ترهګریزو بریدونو لامل بولي.
ده بارک اوباما د اورلانډو د برید مستقیم مسوؤل وباله او زیاته یې کړه چې د نوموړي سیاست د داعش ډلې رامنځته کېدو لامل شو.
مک‎کین زیاته کړه:«اوباما په مستقیم ډول مسوؤل دی؛ ځکه چې له عراق څخه یې ټول امریکایي ځواکونه د باندې کړل او ما هغه وخت وړاندوینه کړې وه چې پر داعش به څارنه ونشي او دغه ډله به امریکا متحده ایالاتونو کې بریدونه ترسره کړي.»
جان مک‎کین وروسته له خپلو خبرو په خپله ټوېئټرپاڼه کې ليکلي دي چې خبرې یې روښانه نه وې، دی بارک اوباما نه بلکې د هغه پرېکړې په امریکا کې د ترهګریزو بریدونو مسوؤل بولي.
یک‎شنبه د امریکا فلوریډا ایالت په اورلانډو کې د همجنس‎پالو کلب کې د برید په پایله کې ۴۹تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.
https://avapress.com/vdcdk50f5yt0x96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته