کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوه افغان ډاکټر له خوا د یوې طبي وسیلې جوړېدل

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 28 جوزا 1395 ساعت 14:23

یو افغان ډاکټر د یوې طبي وسیلې په جوړولو سره توانېدلی د څه باندې ۱۰۰ پولیسو د پښو او لاسونو د پرې کېدو مخه ونیسي.


یو افغان ډاکټر د یوې طبي وسیلې په جوړولو سره توانېدلی د څه باندې ۱۰۰ پولیسو د پښو او لاسونو د پرې کېدو مخه ونیسي.

نوموړی وايي چې دغه طبي وسیله یې په ۱۳۹۳ کال کې جوړه کړې او ټاکل شوې په یوه نړیوال بنسټ کې (د سعادت افغان فکشن ډیوایس) تر نامه لاندې ثبت شي. او نور هېوادونه هم د ټپیانو د درمنلې لپاره له هغې څخه کار واخلي.د دغې وسیلې د ثبتېدو بهیر په دغه نړیوال بنسټ کې همدا اوس پیل شوي دي.

دی وایي چې د ټپیانو د بدن د غړو پرې کېدو هغه اړ کړ ترڅو دا توکی جوړ کړي. دا ډاکټر وايي چې دا آله د ټپیانو د لاسونو او پښو د پرې کېدو د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده او تر اوسه توانېدلی چې له ۱۰۰ د زیاتو پولیسو د لاسونو او پښو د پرې کېدو مخنیوی وکړي.

دا توکی له هغو توکو چې په پرمختللو هېوادونو کې کارول کېږي د وزن له پلوه سپک او کوچنی دی او له دې وسیلې په کار اخیستو په څلورو میاشتو کې ناروغ رغول کېږي چې د بهرنیو هېوادونو په ورته وسیلو کې دا وړتیا نشته.

د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې د هټوکو دغه متخصص صفي الله وايي:«دغه وسیله د هغو کسانو لپاره استعمالېږي چې له ټولو ځایونو څخه نهیلې شوي دي. د هغې ځانګړنه دا ده چې د درمنلې معیار یې له یونم کال څخه څلورو میاشتو ته کم کړی دی؛ چې د نړۍ په نورو وسیلو کې دا ځانګړنه نه لیدل کېږي.»

ښاغلي سعادت زیاته کړه:«یو نړیوال بنسټ دی چې له هغوی سره مې یوه لیدنه کړې ده او ټول توکي هغو ته سپارل شوي دي او د «سعادت افغان فکشن ډیوایس»په نامه نومول شوې او په نړۍ کې ثبتېږي.»

د پولیسو دا سرتېری د دندې ترسره کولو پرمهال په سختۍ سره ټپي شو او اوس په روغتون کې بستري دی له دې وسیلې په کار اخیستو د هغه د لاسونو او پښو د پرې کېدو مخنیوی شوی دی.

په لغمان کې یو ټپي سرتېري وویل:«پښه مې ښودله چې پرېکېږي،خو ډاکټر صاحب سعادت عملیات وکړ او اوس ښه یم.»

هره ورځ د ترهګرو بریدونو په پایله کې څو تنه مړه او ټپپانېږي چې ډېری دا کسان د خپل بدن غړي له لاسه ورکوي.

د رپوټونو له مخې ډېری ماینونه د انسانانو د بدن د غړو د پرې کېدو لامل کېږي.


د مطلب کود: 127662

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/127662/د-یوه-افغان-ډاکټر-له-خوا-یوې-طبي-وسیلې-جوړېدل

آوا
  https://www.avapress.com