دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۷
د مطلب کود : 127704
امریکا له افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې خپلمنځي ستونزې له سیاسي لارې هوارې کړي
د افغانستان ختیځ تورخم کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو راپورته کېدو سره د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان څخه غواړي چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې او تورخم لار دې د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.
د افغانستان ختیځ تورخم کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو راپورته کېدو سره د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان څخه غواړي چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې او تورخم لار دې د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جان‎ کربي وايي:"څرګنده ده چې موږ سرحدي نښتو په ځانګړې توګه په تورخم کې د جګړو په اړه ډېره اندیښنه لرو. دا جګړې په تېرو ورځو کې پراخې شوې دي موږ تر اوسه هم غواړو چې اختلافونه د خبرو له لارې اهوار شي."

سره له دې چې د کابل او اسلام‎آباد چارواکي د ستونزو هوارۍ لار ډيپلوماټيکي لارې چارې بولي او پرې ټينګار کوي خو لا هم د دواړو خواوو کې ځواکونه د تیارسي حالت کې دي او هره شیبه د دې امکان شته چې نښتې پیل شي.

په همدې حال کې، د تورخم دواړو لورو ته د سوداګرو سلګونه باروړونکي موټر بند پاتې دي او سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان رسیدلی دی.

د دغې لارې موټر چلونکي په دې لاره کې له جګړې سخته اندیښنه لري او وايي چې د دغه حالت دوام د دواړو هېوادونو خلکو ته زیان رسوي.

د باروړنکي موټر افغان چلونکی، زرپاچا وايي:"موږ له څو ورځو راهیسي دلته له خپلو موترو سره پاتې یو. د لارې تړل کېدل لویه ستونزه ده."

د باروړونکي موټر پاکستاني چلونکی، عبدالرحمان وايي:"موږ له حکومت څخه غواړو چې ډېر ژر دا ستونزه هواره کړي. د کرښې دواړه لوریوته مسلمانان دي او ټول سوله غواړي."

که څه هم چې پاکستان د خبرو له لارې له افغانستان سره د اختلافونو پر هواري ټینګار کوي خو په تورخم کې د پوځي تاسیساتو جوړول اړین بولي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار، سرتاج عزیز وايي:"دا موضوع د افغانستان سفیر ته رسول شوې ده چې موږ له پاکستان سره پر پوله اغیزمن اقدامات کړي دي خو په دې برخه کې د افغانستان همکاري ډېره اړینه ده څو له ترهګرۍ سره سمه مبارزه وشي."

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دوا خان مینه‎پال وايي:"د تورخم ستونزې هوارۍ لپاره پاکستان د ګډو پلاوي جوړولو غوښتنه کړې ده. د افغانستان حکومت هم هوکړه کړې ده چې دغه خبرې اترې د مرستیالانو تر کچې ترسره شي."

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم په جګړو کې تر اوسه د درېیو افغان سرتېرو او یوه لوړ پوړي پاکستاني پوځي او دوه افغان ماشومان ژوند له لاسه ورکړی دیؤ همداراز په دغو جګړو کې یو ویشت افغان سرتېري او یوشمېر پاکستاني پوځیان هم ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcgzu9qtak9xu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته