کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دنيمروز ولايت يو شمېرکسان د ايران دقنسلګرۍ څخه د ويزو د نه ورکړي له امله په شکايت دي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 5 میزان 1395 ساعت 12:49

دغه کسان چي شمېر يې سلګونو ته رسيږي د شنبې په ورځ يي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره وليدل او خپل شکايت يي ورته وړاندي کړ.


دغه کسان چي شمېر يې سلګونو ته رسيږي د شنبې په ورځ يي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره وليدل او خپل شکايت يي ورته وړاندي کړ.


د نيمروز ولايت څخه راغلو هيواد والو غوښتنه داوه چي دوی په قانوني ډول غواړي ايران ته سفر وکړي ، هلته کاروبار او دوستان لري او ځيني هم د ناروغۍ د اعلاج لپاره ځي خو په کندهار کي د ايران قنسلګري يي ويزه ځنډوي او حتا د نوټ د لست څخه هم ايستل کيږي.

 

د کندهار ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي د نيمروز ولايت څخه د راغلو شکايت کوونکو د استازو سره په ليدنه کي د نوموړو شکايت کوونکو ستونزي واورېدې او ورته يي ډاډ ورکړ چي دغه مسئله به د ډيپليماټيکو اصولو په چوکاټ کي وڅېړي او د موضوع د حل لار به ورته ولټوي.


د مطلب کود: 131202

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131202/دنيمروز-ولايت-يو-شمېرکسان-د-ايران-دقنسلګرۍ-څخه-ويزو-نه-ورکړي-له-امله-په-شکايت-دي

آوا
  https://www.avapress.com