دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 131309
حکمتیار دې د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دې د افغانستان له اوسیدونکو بخښنه وغواړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دې د افغانستان له اوسیدونکو بخښنه وغواړي.
د دغه کمیسیون مشره سیما سمر ټینګار کوي‌ که څه هم دوی د سولې او د شخړو د حل پلوي دي، خو هیڅکله هم نه غواړي چې د بشري حقونو سرغړونکي وبخښل شي او د خلکو حق دې تر پښو لاندې شي.
میرمن ثمر وویل” د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار باید د یوې ښې سیاسي زمینې برابرولو لپاره د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي، دا د سولې راتګ لپاره تر ټولو زړور او لومړنی ګام دی”.

تیره اونۍ افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ‌ د سولې هوکړه لیک لاس لیک شو، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د افغانستان په کورنیو حګړو کې ونډه درلوده او هم په وروستیو کلنو کې د افغان حکومت پروړاندې جګړه کوله.
داکتره سیما ثمر ټینګار وکړ په افغانستان کې ځیني داسې جنایتونه ترسره شوي چې اصلآ د هیریدو نه دي.
دا په داسې وخت کې ده چې تیره اونۍ د اسلامي حزب یوه غړي د آشنا رادیو له لارې له خلکو بخښنه غوښتې وه.

د اسلامي حزب یوه غړي قریب الرحمان سعید له آشنا راډیو سره په یوه سیاسي بحث کې له خلکو په تیره له هغو کورنیو بخښنه غوښتې چې د کورنیو جګړو پرمهال ورته زیان رسیدلی دی.

هغه ویلي وو هر زیان چې خلکو ته رسیدلی وي، زموږ خپل زیان دی، که څوک شهید شوی یا ټپي شوی وي په طبیعي توګه ورڅخه بخښنه غواړو.

ده همدا راز ښاغلي سعید ویلي وو د جنګي جرمونو عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره باید په افغانستان کې صلاحیت لرونکې محکمه دې جوړه شي او د حزب اسلامي په ګدون کې دې ټول هغه کسان چې په کورنیو جګړو کې لاس لري د افغانستان خلکو ته دې حساب ورکړي.

د بلې خوا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له روشنايي جنبش غوښتنه وکړه چې د دویم ځل لاریون ټاکل شوې نیټه چې د روان لمریز کال د تلې یا میزان ۶ نیته ده، شاته وغورځوي او له حکومت سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

د بشري حقونو دخپلواک کمیسیون مشرې سیما ثمر په نننۍ خبري غونډې کې د ښځو، ماشومانو، کورنیو بې ځایه شویو او مهاجرینو د حالت په هکله اندیښنه وښوده.

د افغانستان د بشري حقونو دخپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۷۲۹ پیښې ثبت کړي چې ۷۵ پیښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې جدي پیښې دي.
همداشان د ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۴ پیښې هم دوی ثبت کړي چې ۲۸ پیښې یې جدي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د راپور له مخې د افغانستان په زندانو کې که څه هم د شکنجې شمیرې کمې شوي، خو لا هم د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت په زندانو کې زندانیان شکنجه کیږي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې لا اوس هم د افغانستان په زندانونو کې له ۲۹ څخه تر ۳۰ کسانو پورې په بند کې شپې او ورځې سبا کوي.

سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdccxsqso2bq118.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته