دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 131349
رازق دارزګان ـ کندهاردلويي لاري امنیت مسوولیت پرغاړه واخیست
د امنیه قومندان په مشرۍ د ولایت امنیتي چارواکو د کندهارـ ‎ارزګان د لویې لارې د امنیت ټینګښت پرغاړه واخیست.

د امنیه قومندان په مشرۍ د ولایت امنیتي چارواکو د کندهارـ ‎ارزګان د لویې لارې د امنیت ټینګښت پرغاړه واخیست.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخي، د کندهار – ارزګان د لويې لارې د طالبانو تریوه ډله‎ییز برید وروسته د دوو اوونیو لپاره وتړل شوه.
د کندهار د امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق ویلی دي، وروسته له دې به د کندهارـ ارزګان لاره ونه تړل شي ځکه چې اوس یې مسوؤلیت د کندهار امنیتي ځواکونو په غاړې شوی دی.
رازق وویل. زموږ تېروتنه همدا ده چې مخکې مو د دې لارې امنیت د ارزګان امنیتي چارواکو ته سپارلی وه او اوس مو بیا واخیست او هڅه کوو چې د ارزګان په پولیسو کې اصلاحات راوړو.
په دې نښتو کې د ۲۵ افغان سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

https://avapress.com/vdcgtq9qyak9ww4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته