کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیارنن پنجشنبه دافغانستان له یووالي حکومت سره دسولي ټرون لاسلیک کړه

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 8 میزان 1395 ساعت 11:55

د افغان حکومت سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې هوکړې په موخه د مرکچي پلاوي رئیس، محمد امین کریم وايي چې ګلبدین حکمتیار دا هوکړه لاسلیک کړې ده او ټاکل شوې ده، ولسمشر غني به هم نن پنج‎شنبه (د تلې اتمه) د جوړو شویو مراسمو په ترڅ لاسلیک کړي.


حکمتیارنن پنجشنبه دافغانستان له یووالي حکومت سره دسولي ټرون لاسلیک کړه
د افغان حکومت سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې هوکړې په موخه د مرکچي پلاوي رئیس، محمد امین کریم وايي چې ګلبدین حکمتیار دا هوکړه لاسلیک کړې ده او ټاکل شوې ده، ولسمشر غني به هم نن پنج‎شنبه (د تلې اتمه) د جوړو شویو مراسمو په ترڅ لاسلیک کړي.
دافغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخي، نوموړي وویل، چې ګلبدین حکمتیار به هم د ویډیو کنفرانس له لارې په دې مراسمو کې وینا وکړي.
د ملي یووالي حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې عالي شورا په منځګړیتوب تېره اوونۍ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او ټاکل شوې ده چې اوس یې ولسمشر هم لاسلیک کړي.
د شنبې په ورځ د خلکو استازو په پارلمان کې د ملي یووالي حکومت او حزب اسلامي ترمنځ له هوکړه لیک څخه هرکلی وکړ او له دواړو لوریو څخه یې وغوښتل چې د هوکړه لیک مواد په بشپړه توګه عملي کړي.
یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هم ویلي دي چې له ترهګرو سره د جوړجاړي لپاره د افغانستان د ملي یووالي حکومت له هڅو څخه چې سولې ته لېواله دي ملاتړ کوي.


د مطلب کود: 131355

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131355/حکمتیارنن-پنجشنبه-دافغانستان-له-یووالي-حکومت-سره-دسولي-ټرون-لاسلیک-کړه

آوا
  https://www.avapress.com