کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل په ښار او ولسواليو کي بند روغتيايي مرکز نه لري

کندهار رادیو تلویزیون , 10 میزان 1395 ساعت 12:39

دزابل په ټولو ولسواليو کي روغتيايي مرکزونه فعال دي اوخلکو ته روغتيايي خدمات وړاندي کوي.


دزابل په ټولو ولسواليو کي روغتيايي مرکزونه فعال دي اوخلکو ته روغتيايي خدمات وړاندي کوي.
دزابل دعامي روغتيارئيس ډاکټرلعل محمد توخي وايي، په ياد ولايت کي دامهال ۳۶ فعال روغتيايي مرکزونه لري او په ټولو روغتيايي مرکزونو کي ښځينه روغتيايي کارکوونکي لري، چي شپه او ورځ خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندي کوي .
هغه په زابل کي دمور او کوچني دمړني دکچي دکمېدو خبر هم ورکوي.
ښاغلي توخي دکندهار ملي راډيو تلوېزيون سره په خبرو کي وويل، دامهال دزابل دمرکزي روغتون ترڅنګ په ټولو ولسواليو کي ۳۶ فعاله روغتيايي مرکزونه لري او په دغه ټولو روغتيايي مرکزونوکي ښځينه روغتيايي کارکوونکي هم لري، چي شپه او ورځ د دې ولايت په ليري پرتوسيمو کي خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندي کوي.
هغه داراز وويل، زابل، چي د کندهار – کابل په لويه لار پروت ولايت دی اکثره وخت دترافيکي پېښو شاهد وي، چي په دې برخه کي سته روغتيايي خدمات بسنه نه کوي او دمرکزي ادارې څخه د امکاناتو او نورو اړينو خدماتو غوښتنه کوي .
دزابل دعامي روغتيا رئيس دغه راز زياتوي، چي په ليري پرتو سيمو کي خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندي کول د دې سبب سوي، چي دمور او کوچني دمړيني کچه راکمه کړي.
دغه راز په دې ولايت کي فعاله ښځينه روغتيايي کارکوونکي هم خبر ورکوي، چي په زابل کي دتېرو کلنو په پرتله دمور او ماشوم مړينه کمه سوې ده.
هغه وايي، که څه هم په زابل کي ښځينه روغتيايي کارکوونکي په ښار او ليري پرتو سيموکي خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندي کوي، خو ددې سره سره يې نوري اړتياوي هم ليدل کېږي، خو داچي ولي په زابل کي روغتيايي کارکوونکي کمي دي، نوموړی يې لامل په زابل کي په ښځينه اولادونو باندي زده کړي نه کول يادوي.
بلخوا دروزګان ولايت دعامي روغتيا رئيس ډاکټر خان آغامياخېل هم په روزګان کي د ورستيو ناامنيو سره سره په دې ولايت کي فعال روغتيايي خدمات لري.
ښاغلی مياخېل هم زياتوي، چي په ښار او ولسواليو کي فعال روغتيايي مرکزونه لري او په ټولو مرکزونو کي دنارينه روغتياپالانو ترڅنګ فعاله ښځينه قابلېګاني او نرساني لري.
که څه هم دزابل او روزګان څخه وخت ناوخته دناامنيو راپورنه ورکول کېږي، خو ددې سره ـ سره يې خلک دروغتيايي خدماتو څخه برخمن او په دواړو ولايتونوکي دنورو لاسته راوړنو ترڅنګ دمور او ماشوم مړينه پکښي کمه سوې ده.


د مطلب کود: 131406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131406/زابل-په-ښار-او-ولسواليو-کي-بند-روغتيايي-مرکز-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com