کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت کې یو تن د داعشی ځانمرګی بریدګرنیول شوی دي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس تحلیل و پژوهش اخبار , 11 میزان 1395 ساعت 16:59

د ملي امنیت لوی ریاست په ننګرهار ولایت کې د داعش په ډلې پورې تړلي یوه ځانمرګي بریدګر د نیولو خبر ورکوي.


د ملي امنیت لوی ریاست په ننګرهار ولایت کې د داعش په ډلې پورې تړلي یوه ځانمرګي بریدګر د نیولو خبر ورکوي.
د افغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخي. د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ، چې دغه ځانمرګي غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د ننګرهار په له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې و نېول شو.
خبر پانه که راغلي دي، چې نېول شوی کس جمل الرحمن نومېږي او په یاسر مشهور و، چې څلور میاشتې وړاندې له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.
خبرپانه زیاتوي، دغه ځانمرګی له پوځي او ترهګریزو زده کړو وروسته دې ته تیار شوی و چې په جلال اباد ښار کې ځانمرګی برید تر سره کړی خو موخې ته له رسېدو وړاندې و نېول شو.
ملي امنیت په خپرپاڼه کې راغلي دي، چې نیول شوی بریدګر دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.


د مطلب کود: 131473

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131473/ننګرهار-ولایت-کې-یو-تن-د-داعشی-ځانمرګی-بریدګرنیول-شوی-دي

آوا
  https://www.avapress.com