دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 131731
د حسینی ماتم نیوونکو محدودیتونه نسبت دهیواد امنیت ته / چاړه وهل او کاردی وهل د مام حسین(ع) د شان خلاف دی
د افغانستان د حج او اوقاف وزارت، د ټولو اوسیدونکو او دامام حسین(ع) د ماتم نیوونکو څخه غواړو چی دامنیت د وضعیت په خاطر خپل لاریونونه محدود کړی او دامام حسین (ع) د عاشورا شان حفظ کړی.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت، د ټولو اوسیدونکو او دامام حسین(ع) د ماتم نیوونکو څخه غواړو چی دامنیت د وضعیت په خاطر خپل لاریونونه محدود کړی او دامام حسین (ع) د عاشورا شان حفظ کړی.
د افغان غږ خبری آژانس دخبر ګزاری په بیان سره، مرتضی حامد د حج او اوقافو دوزارت د اطلاعاتو او ارتباطاتو رییس په یو کنفرانسی کی د عاشورا و ورځی ته په اشاری سره چی د مسلمانانو یو تاریخی ورځ دی او مهم تاریخی پیښی پکی رامنځته سوی دی، وویل: د عاشورا دورځی مهم حادثه د حضرت امام حسین (ع) او دهغه وفادارو یارانو مظلومانه شهید کیدل د دین او یکتا پرستی په لاره کی دی.
دګر جنرال نبی احمدزی دکابل دعمومی ګارنیزون قوماندان هم په ادامه کی وویل: د ټولو اوسیدونکو او دامام حسین (ع) ماتم نیوونکو څخه غوښتنه کوو چی د هیواد دامنیت دخرابوالی په خاطر د خپل لاریونو دستی محدودی کړی.
هغه اظهار درلودی: د موجود منابعو په اساس، د افغانستان دخلګو دشمنان آماده دی چی په دا ورځو کی له یو خوا دافغانستان خلګ دغم پر ډګر کښینوی او له بله طرفه عمومی امنیت مختل کړی، په دی اساس باید داسی کار صورت ونه نیسی چی دشمن ته بهانه لاسته ورکړی.
احمدزی د امنیتی تدابیرو په ادامه کی او دکابل داوسیدونکو لپاره د عاشورا په ورځو کیدامنیت دتامین په اړه وویل: د امنیتی تدابیرو په رامنځته کولو سره بیا هم د ځوانانو څخه غواړو چی د اضافی اوغیری ضروری حرکاتو څخه خودداری وکړی.
حجت الاسلام والمسلمین سید محمد حسین محقق زاده؛ د افغانستان د شیعیانو دعلماوو دشورا غړی داته په اشاری سره چی دامام حسین(ع) د مهمو اهدافو څخه یو د هغه جد دامت اصلاح وو وویل: هغه کسان چی دهغه حضرت د پیروی مدعیان دی باید هر وخت د جامعی داصلاح په لټه او اهلبیت (ع) د قرآن په اساس معرفی کړی او دهغه حساسو موضوعاتو څخه پرهیز وکړی چی مذهبی تنشونه رامنځته کوی.
هغه وویل: د عاشورا حادثه د تاریخ په اوږدو کی، اسلامی اخوت تحکیم کړی دی او دا امر د مسلمانانو دورورولی او محبت پررنګ کولو لپاره لازم دی او باید په خطبو کی پر مشترکاتو ډیر توجه او تمرکز صورت ونیسی.
محقق زاده وویل: دکابل د اوسیدونکو څخه غواړو چی دامکان ترحده برنامی دمساجدو او تکیه خانو پوری محدودی کړی او دډیرو سقا خانو درامنځته کولو څخه د امنیت په خاطر پرهیز وکړی.
په همدی برخه کی د حج او اوقافو وزارت دیو بیانیی په اساس د ټولو مسجدو او حسینی خطبو څخه غوښتی دی تر څو د عاشورا دبرنامو دهر څه بهتروالی لپاره ددی وزارتخانو سره هماهنګی ولری.
د حج او اوقافو وزارت په اخر کی وویل چی باید دهغه کارو څخه مخنیوی وسی چی دامام حسین(ع) د شان سره خلاف دی لکه چاړه وهل او قمه وهل، او باید دهغه بلنګو څخه خودداری وسی چی لوړ افغان غږ خبری آژانسز لری ځکه چی د خلکو اومریضانو آرامش له منځه وړی او ددی وزارت مهم غوښتنه داده چی باید په هغه ځایو کی چی اهل تشیع وجود نه لری باید دروازی جوړ نه سی.

https://avapress.com/vdcbf8b88rhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته