دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 131988
د افغانستان د علماوو تاسف د مبتذلو فیلمو په خپرولو د محرم الحرام په میاشت کی
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری په بیان سره، خلیل مینوی؛ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د نشراتو د مسؤړلینو څخه وویل: د رسنیو توجه نه کول د علماوو او د اطلاعات او فرهنګ وزارت و اطلاعیی ته دا شکاره کوی چی دا وزارت پر رسنیو باندی پوره اقتدار نه لری. ښاغلی مینوی ددی په ځواب کی چی ولی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دیو مسؤول نهاد په توګه رسنیو سره قانونی چلند نه کوی وویل: دا چی باید رسنی په رمضان او محرم الحرام په مبارکو میاشتو کی مبتذلی او مستهجنه فیلمونه خپره نه کړی؛ خو متاسفانه دی مسئلی ته جدی توجه صورت نه دی نیولی. هغه یو مشکل په دی کی بولی ترڅو چی د علماوو دشورا لخوا، او یا ځینی نورو نهادو پواسطه دیو رسنی په وړاندی ګزارش یا بیانیه جوړ نه سی هیڅ رسنی نه مجازاتوی او دهغوی حالت نه تعلیقوی. ویل کیږی چی ډیری رسنی په افغانستان کی د خارجی هیوادو په مرسته او په کابل کی د سفارتخانو په واسطه تمویل او حمایت کیږی. له دی مخی، هغوی د فرهنګ په خپرولو کی چی ددین او دینی شیانو سره په تضاد کی دی اقدام کوی او دا مسئله عملا ددولت لاس تړلی دی. ښاغلی مینوی په دی بیان کی چی قرار دی د هفتی په اخر کی د ناظر کمیسیون جلسه د رسنیو پر تخلفاتو باندی رامنځته سی، د امیدواری ابراز کړی دی او وویل: موږ په دی موده کی د ټولو رسنیو کارونه تر نظر لاندی نیولی وو او هیله مند یو چی کمیسیون د متخلفینو سره قانونی چلند ترسره کړی. عاشورا یو غنی واقعیت د رسنیو د پیام جوړونی لپاره دی. هغه مفاهیم لکه ایثار، عدالت، مقاومت، ظلم، وفا، ادب، آرامش، آزادګی او ډیر نور کولای سی د بحث وړ موضوع وی. برنامه جوړونه په دی مضامینو سره تر ټولو ښه لاره ده چی اخلاقی او ارزشی اصول انتقال او تثبیت کړی او بالخصوص د نوی نسل لپاره. له بلی خوا؛ حجت الاسلام والمسلمین سید حسین محقق زاده، د افغانستان د علماوو د شورا غړی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د متخلفینو رسنیو سره د مبارزی تصدی بللی او ویلی دی: هغه منشور چی د علماوو د شورا لخوا جوړ سوی دی دری برخی لری. د مبلغینو برخه ( دا چی په دا ورځو کی باید کوم مطالب خپره سی ) د عزاداری د هیئتو برخه ( چی د عزاداری په څرنګوالی باندی بحث کوی ) د رسنیو د نشراتو برخه ( چی د هغوی څخه غوښتل سوی دی تر څو حد اقل په دا لسو ورځو کی خپل خپرونی ددی میاشتی سره مناسب برابر کړی ) محقق زاده اضافه کړه: دا چی د محرم د ۹ ورځو په تیریدو سره، تر اوسه هم په ځینو تلویزیونونو کی مبتذلی ویدیوګانی خپریږی د تاسف ځای دی او دا شکاره کوی چی د اطلاعات او فرهنګ وزارت پر رسنیو باندی کنترول نه لری. د یادولو وړ دی چی رسنی د دباندنی واقعی دنیا په انتقال سره د خلګو د کورونو داخل ته، د انتقالاتو امین د خلګو په ذهن کی دی، نو د محرم په میاشت کی، د عاشورا او کربلا حادثه هغه ډول چی شایسته او واقعیت لری د خلګو ذهنونو ته منتقل کړی. رسنی له دی لحاظه عمومی پوهنتون دی چی په مناسباتو کی کولای سی مختلف آموزشی او نمایشی کارکردونه ولری. په دی میاشت کی، رسنی باید د عاشورا د فلسفی انتقالوونکی، د امام حسین (ع) د شهادت د حکمت بیانوونکی، او د کربلا د پیغام ویونکی وی.
https://avapress.com/vdcfcydycw6dm1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته