کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عدالت غوښتنه او دحق لپاره مبارزه، د امام حسین (ع) د قیام څخه سرچینه اخیستی دی

22 میزان 1395 ساعت 11:08


د حکومت اجرایی رییس، په دی بیان سره چی عدالت غوښتنه او دحق لپاره مبارزه، د امام حسین (ع) د قیام څخه الهام اخیستی دی، وویل؛ د ۱۴ پیړیو په تیریدوسره په هر ځای کی چی د آزادی غږ پورته سوی دی، کربلا د هغه الهاماتو یو برخه وو. داکتر عبدالله عبدالله، اجرایی رییس، نن ( چهارشنبه ) په یو مراسم کی د الزهرا(س) په مسجد کی په کابل کی خبری کولی، د ۶۱ هجری د عاشورا څخه د انسانی او بیداری پیغام په عنوان یادونه وکړه. ښاغلی عبدالله اضافه کړ چی د ۱۴ پیړیو په تیریدو سره په هر ځای کی چی د عدالت ږغ پورته سوی دی، کربلا د هغه الهام یو برخه وو. د اجرایی رییس ټیګار وکړ چی ځوانان باید د عاشورا څخه د انسان جوړونی درس زده کړی. عبدالله د عاشورا ستاینه د ټولو مذاهبو پواسطه یو لوی نشان د حسینی قیام لپاره وبلل او اضافه کړ چی عاشورا یو نه هیریدونکی تاریخی پیغام دی. هغه وویل چی عاشورا د یوځایتوب او یو پارچګی شکاره کوونکی دی او خلګ باید د عاشورا پیغام د وحدت الګو او سرمشق وګرځوی. اجرایی رییس، د تیری شپی حملی ته په اشاری سره حسینی عزادارانو ته یو جنایت وبلل او وویل چی دتروریستانو لپاره بیله دی چی کوم بد نوم ولری بل څه نه دی. هغه وویل چی تروریستی ډلی هیڅ اسلامی ارزشونو ته اهمیت نه ورکوی او بین المللی حمایت کوونکی یی د افغانستان د خلګو ترمنځ د نفاق او تفرقی درامنځته کولو لپاره په شکاره ډول سره تلاش کوی خو هیڅ وخت به په دی لاره کی بریالی نه سی. ښاغلی عبدالله د امنیتی ځواکونو څخه ستاینه وکړه خو وویل چی دخلګو وحدت ددی ځواکونو د قدرتمنده کیدو لامل ګرځی. اجرایی رییس د سولی مذاکراتو ته اشاره وکړه او وویل چی دمخالفانو سره سوله یواځی ددی لپاره چی د اسلام د پیغمبر سنت دی ترسره کړی دی او دا مذاکرات په دی معنی نه دی چی ددشمن په مقابل کی ضعیف سوی دی. په همدی حال کی حجت الاسلام و المسلمین عزیز الله شفق، په دی مراسمو کی ټینګار وکړ چی موږ باید په هیواد کی د بحران لاملونه کشف او دهغوی لپاره د حل لاره پیدا کړو. د ښاغلی شفق د خبرو په اساس؛ تر هغه وخت چی موږ خپل داخلی مشکلات حل نه کړو په هیڅ صورت سره به خارجی مشکلات حل نه سی.


د مطلب کود: 131989

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131989/عدالت-غوښتنه-او-دحق-لپاره-مبارزه-د-امام-حسین-ع-قیام-څخه-سرچینه-اخیستی-دی

آوا
  https://www.avapress.com