کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ځوانانو ترمنځ د ټولنيزو ستونزو د پېژندلو او حل لارو تر سرليک لاندي یو ورځنی سمينار جوړ سو

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس تحلیل و پژوهش اخبار , 24 میزان 1395 ساعت 13:10

په اطلاعات او کلتور رياست کي د ځوانانو چارو معينت له خوا د ځوانانو ترمنځ د مقالو ويلو په دغه سيالۍ کي تر ۲۰۰ تنو زياتو ځوانانو برخه اخستې وه.


په اطلاعات او کلتور رياست کي د ځوانانو چارو معينت له خوا د ځوانانو ترمنځ د مقالو ويلو په دغه سيالۍ کي تر ۲۰۰ تنو زياتو ځوانانو برخه اخستې وه.
ګډونوالو ځوانانو د زده کړو په مخ کي د خنډونو او حل لارو، په نشيي توکو باندي د ځوانانو د روږدېدو عوامل او ورڅخه د خلاصون چاري، د ځوانانو د بيکارۍ عمده ستونزي او غوښتني، د افغانستان څخه د ځوانانو د ناقانونه تېښتو د اصلي لاملونو او په کم عمر کي دودونو د تر سره کولو تر عنوانونو لاندي مقالې کښلي وې.
غونډي ته د اطلاعات او فرهنګ رئيس حضرت ولي هوتک په خبرو کي خوښي وښوول، چي ځوانان د دغه ډول پروګرامونو سره ليوالتيا لري او ډاډ يې ورکړ، چي لا نور به هم دې ډول پروګرامونو ته پام وکړي.
ښاغلي هوتک ځوانان وهڅول، چي په پرلپسې ډول مقالې وليکي او چاپ ته ئې وسپاري.
په وينا ئې دغه مقالې به د هيواد د نورو برخو د ځوانانو د ليکل سوو مقالو سره يو ځای د کتاب په ډول هم چاپ سي.
وروسته د ځوانانو په استازيتوب عبدالسميع غيرتمل ددې غونډي څخه د ستايني ترڅنګ ګيله هم وکړه، چي تر دې مخکي د ځوانانو له پاره ورته هيڅ پروګرام نه دی جوړ سوئ، خو هيله ئې څرکنده کړه، چي دا به ئې ښه پېل او همداسي به تکرار پيدا کړي.
غونډي ته د ځوانانو چارو معنيت استازي په خبرو کي ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چي نور به په دوامداره ډول يو د بل سره کار وکړي او په وينا ئې دا د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ يوه برخه ده او غوښتنه ئې همدا ده، تر څو ځوانان په ټاکل سوو برخو کي د مقالو د لاري خپل نظرونه راسره شريک او د همدغه نظرونو د لاري به موږ وکولای سو، چي راتلونکي پلانونه ورسره همږغي کړو.
پاته دي نه وي، چي د دې پروګرام له پاره به ټولي ليکل سوي مقالې تر لوستلو وروسته د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا د هيواد د نورو ځوانانو له خوا د ورته پروګرامونو له پاره له ليکل سوو مقالو سره يو ځای، د ټوولګي په ډول هم چاپ او د ټولو ځوانانو تر لاسونو پوري به ئې ورسوي.


د مطلب کود: 132061

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132061/د-ځوانانو-ترمنځ-ټولنيزو-ستونزو-پېژندلو-او-حل-لارو-تر-سرليک-لاندي-یو-ورځنی-سمينار-جوړ-سو

آوا
  https://www.avapress.com