دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 132266
د اجرایی رئیس د افغانستان د سولی لپاره د عربستان د مرستی غوښتونکی سو
عبدالله عبدالله د هیواد اجرایی رییس په یو دری ورځنی سفر کی عربستان ته سفر وکړ او او محمد بن نایف، ددی هیواد د وزیرانو د شورا لومړی معاون او دداخلی چارو وزیر سره لیدنه وکړ. د افغان غږ خبری آژانس د خبر ګزاری په بیان سره، په افغانستان کی د امنیت د ثبات، دتروریزم سره مبارزه، د افغانستانی کارګرانو د پاکستانی پاسپورتونو تغیر او هغوی ته دکار د جواز توزیع کول، د هغه مطالبو څخه وو چی په دی کتنه کی، تر بحث لاندی ونیول سو. اجرایی ریاست په خبری بیانیه کی ویلی دی چی ښاغلی عبدالله په دی لیدنه کی وویل: د افغانستان دولت او خلګ د تروریزم د اصلی قربانیانو په عنوان؛ په ټول توان او په پراخ ډول سره د هغه سره مبارزه کړی دی او هیله لری چی ددی پدیدی سره د مبارزی لپاره، جدی هماهنګی د منطقی په سطحه هم رامنځته سی. ښاغلی عبدالله اضافه کړ: د افغانستان حکومت، د سولی په خبرو اترو، متعهد دی او په دی عرصه کی د سعودی دولت د مرستی غوښتونکی دی. محمد بن نایف اعلان کړ چی هیواد یی د افغانستان د سولی او ثبات درامنځته کولو او همکاری لپاره آماده دی. هغه ټینګار وکړ چی هیواد یی د تروریزم سره د مبارزی په لاره کی هم ډیر محکم او درانده ګامونه اخیستی دی او دی پدیدی ته دیو خطر او تهدید په شکل ګوری. د هیواد اجرایی رییس دخپلو نورو خبرو کی وویل چی اوس د افغانستان ځینی کارګران، د پاکستانی پاسپورتونو پواسطه په سعودی عربستان کی ژوند تیروی او کار کوی او د افغانستان حکومت غواړی چی دسعودی عربستان په همکاری سره، ددی کارګرانو ټول پاسپورتونه تغیر وکړی او هغوی ته افغانی پاسپورتونه توزیع سی. هغه په عین حال کی ټینګار وکړ چی دعربستان شاهی دولت د افغانستان د کارګرانو په اړه، دوه تفاهمنامی امضاء کړی دی، خو بیاهم ځینی مشکلات وجود لری اوباید له منځه یوړل سی. محمد بن نایف د افغانستان اجرایی رییس ته د کارګرانو د پاسپورت دتغیر او هغوی ته د کار د جواز دورکولو په وړاندی مثبت ځواب ورکړ. د ویلو وړ دی چی په سلهاوو افغانستانی کارګران د پاکستانی پاسپورتونو سره عربستان ته تللی دی او هلته د کارګر په حیث په کار بوخت دی.
https://avapress.com/vdcfv0dyvw6dm0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته