دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 132375
د نبی اکرم (ص) او بالخصوص د امام حسین (ع) کورنی په حقیقت کی د اسلامی مذاهبو ترمنځ د وصلیدو نقطه ده
د کارته سخی د عاشورا د شپی د شهیدانو مراسم او د عاشورا دورځی د بلخ د شهیدانو مراسم د افغانستان د شیعه علماوو په واسطه او د شهیدانو د کورنیو په شتون او د پارلمان، دولتی مقاماتو، علماوو او فرهنګیانو او د کابل د غرب د سلهاوو اوسیدونکو په شتون نن ( پنج شنبه ) د کابل په سخی زیارت کی تر سره سو. د افغان غږ خبری آژانس په بیان سره، نعمت الله غفاری د ولسی جرګی دوهم نایب، د امنیتی ځواکونو د ضعف په بیان سره وویل: په دی اساس چی ټوله امنیتی ځواکونه پوهیدی چی ډیر عزاداران په دی منطقه کی سره یوځای کیږی، بیا هم د امنیت په تامینولو کی ناکام پاته سو. هغه اضافه کړ: د امنیتی ځواکونو تعداد د هغه شپی په حادثه کی ډیر لږ وو. مولوی ابراهیمی، د افغانستان د اخوت د شورا معاون د عاشورا د شپی پر حسینی عزادارانو باندی د حملی په غندلو سره وویل: آیا هغه کسان چی د عاشورا په شپه په کارته سخی کی یوځای سوی وو سلاح وی په لاس کی درلودی؛ آیا د کورونو د خرابولو لپاره تلی؟ نه! یواځی د پیغمبر(ص) د کړوسی د ماتم لپاره راغلی وو، خو د افغانستان ذلیل دشمنان راغلل او دا عزاداران او داهل بیت محبان یی په وینو وړله. هغه اضافه کړ: د نبی اکرم (ص) کورنی بالخصوص امام حسین (ع) په حقیقت کی د مذاهبو دوصلیدو نقطه دی. آیا د اسلامی مذاهبو ترمنځ داسی مذهب شتون لری چی امام حسین (ع) سره مینه ونه لری؟ او یا د رسول الله (ص) د اهل بیت سره مینه ونه لری؟ هغه وخت چی موږ وایو رسول الله سره مینه لرو، او هغه کسان چی اهل بیت او رسول اکرم (ص) سره مینه لری، باید د امام حسین (ع) عزادارانو سره هم مینه ولری. د هغه په باور، هغه کسان چی په دی غیری انسانی اعمالو لاس پوری کوی، نه دوی اهل تسنن دی او نه هم تشیع! په حقیقت کی دوی د منطقه ای او اجانبو غلامان او اجیران دی، او ددوی هدف دا دی چی زموږ ترمنځ فاصله رامنځته کړی او دا یو خیال دی او محال دی او لیونتوب، په ادامه کی، حجت الاسلام والمسلمین رضوانی بامیانی؛ د شیعه علماوو د شورا د فرهنګی کمسیون رئیس وویل: تر اوسه چی موږ ته کوم آمار رسیدلی دی د ۱۷ وژل سویو او ۳۱ ذخمی سویو شمیر شکاره کوی او شاید تردی هم ډیر وی. هغه وویل: ددولت څخه مو غوښتی دی چی د شمیرنی په برخه کی، دقیق او سریع عمل وکړی، تر څو صحی معلومات او سریع د خلګو لاسته ورسیږی. ښاغلی رضوانی د امنیتی ځواکونو کورنیو ته چی د عاشورا په شپه په شهادت ورسیدی هم تسلیت وویل. په ادامه کی د افغانستان د شیعه علماوو د کورنیو څخه په هغه شپه کی تقدیر وکړ. په اخیر کی، سید حسین محقق زاده؛ د افغانستان د شیعه علماوو د شورا د دارالانشاء رییس وویل: په نسل وژنی سره نه کیږی چی هغه څراغ چی د امام حسین (ع) د مینی ددی خلګو په زړو کی بل دی بند کړی، که نو تیرکلونه به دا څراغونه بند کړی وو. دهغه په باور، د امام حسین(ع) پیروان په افغانستان کی د امام حسین(ع) د مینی او دهغه پر لاری باندی دتللو لپاره ډیر زجرونه کښلی دی. خو په دی ټولو سره، نن وینو چی حسینی څراغ په دی هیواد کی روښانه دی او روښانه به وی. په مسلحانه حمله کی ۴ مسلح مهاجم پواسطه د سخی په زیارت کی لږترلږه ۱۷ تنه شهید او ۳۱ تنه ذخمی سوی دی. د کابل د پولیسو مقامات دا ومنله چی مهاجمان د پولیسو په یونیفورمونو پر عزادارانو باندی حمله وکړ.
https://avapress.com/vdcgux9qnak9ww4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته