کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو سپین بیرق د هلمند د لشکرګاه ښار په لوړیو کی

30 میزان 1395 ساعت 10:16


د هلمند څخه د رارسیدلو بیانیو په اساس، طالبان خپل سپین بیرق د لشکرګاه د ښار په مرکز کی پورته کړی دی. د آوا د خبرګزاری په بیان سره، شدید جنګ د دوو هفتو مخکی د لشکرګاه د ښار په مختلفو برخو کی ادامه لری او طالبان په ټوله توان سره د ځمکنی او هوایی ځواکونو سره جنګیږی. په دی حال کی د هلمند اوسیدونکی وایی چی طالبان خپل بیرقونه ددی ښار په مختلفو برخو کی پورته کړی دی. په همدی حال کی خلګ د اندیښنی په شکاره کولو سره وایی چی د طالبانو د بیرق پورته کیدل ددی ښار په مرکزی برخو کی دا شکاره کوی چی دا ولایت سقوط کړی دی. عبدالوکیل د لشکرګاه ښار اوسیدونکی د آوا د خبرګزاری په اساس وویل چی دوهمه او دریمه امنیتی حوزی د طالبانو تر کنترول لاندی دی او دا ډله خپل بیرقونه په دی ساحاتو کی پورته کړی دی. ددی اوسیدونکی په وینا جنګ تر اوسه په هلمند کی جریان لری او طالبان دا چی د ځمکنی او هوایی حملو لاندی قرار نیسی خو تراوسه مقاومت کړی او دفاع کوی. تراوسه امنیتی مقامات په لشکرګاه کی د طالبانو د بیرقونو په اړه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 132377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132377/د-طالبانو-سپین-بیرق-هلمند-لشکرګاه-ښار-په-لوړیو-کی

آوا
  https://www.avapress.com