کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودی عربستان ددی لپاره آماده دی چی په افغانستان کی دسولی په برخه کی مرسته وکړی

3 عقرب 1395 ساعت 9:45


داکتر عبدالله عبدالله؛ د ملی وحدت د حکومت اجرایی رییس سعودی عربستان ته د څو ورځنی سفر وروسته په یو ناسته کی ددی سفر د لاسته راوړنی څخه خبری وکړ او وویل: عربی مقاماتو سره په کتنه کی دهغه جملی څخه د ملک سلمان د هغه هیواد د پادشاه سره، د تروریزم سره د مبارزی اوتروریزم نړی ته دیو جدی ګواښ په عنوان خبری کړی دی. د آوا د خبرګزاری په بیان، هغه وویل: سعودی عربستان خپل آمادګی د افغانستان دسولی په برخه کی اعلان کړی دی او حاضر دی چی د افغانستان په غوښتنه ددی خبرو اترو زمینه رامنځته کړی. داکتر عبدالله ددی سفر هدف ددوه جانبه همکاریو پراختیا په مختلفو عرصو کی بالخصوص په تجارتی، داتباعو حقوق، د افغانستان په جوړونی کی د حمایتو پراختیا او د امنیتی اړیکو پراختیا دی. هغه ادامه ورکړه: د اسلام د علماوو کنفرانس قرار دی چی دایر سی، یو مهم قدم دی. د ملی وحدت حکومت اجرایی رییس ددی سفر لاسته راوړنی داسی وشمیرله: سعودی عربستان موافقه کړی دی چی د سولی په برخه کی مرسته وکړی او تحصیلی بورسیی د محصلینو کورنیو ته ورکړی او هم سرمایه ګزارانو ته لوی مدته ویزی ورکړی. عبدالله په اخیر کی وویل چی وی تخصصی شفاخانه د عربستان له لوری په کابل کی اعماریږی.


د مطلب کود: 132517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132517/سعودی-عربستان-ددی-لپاره-آماده-دی-چی-په-افغانستان-کی-دسولی-برخه-مرسته-وکړی

آوا
  https://www.avapress.com