دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 132665
دغزنی ولایت کي ۳۷۰وسله وال طالبان وژل شوي
د غزني ولایت والي عبدالکبیرمتین ویلی دي، د دې ولایت د سقوط لپاره د وسله ‎والو طالبانو پلان شنډ شوی دی. دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د غزني والي وايي، په دغه ولایت کې د ۲۰ ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۳۸ تنو وسله والو طالبانو او ۹۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متین څرګنده کړه چې د "سلطان" په نوم پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدل او تمه لري چې امنیتي ستونزې به ورسره کمې شي. ښاغلي متین د وسله ‎والو طالبانو پسرلنیو عملیاتو ته چې د "عمري" په نوم پيل شوي وو، په اشاره کې څرګنده کړه چې د دې ولایت خلکو ته له ډېرې مودې راهیسې ګواښونه کېږي خو وسله‎والو پرمختګ نه‎دی کړی. متین زیاته کړې، چې د سلطان په نوم د افغان ځواکونو د دغو شل ورځینو عملیاتو په ترڅ کې د عمري په نوم د طالبانو عملیات ناکام او د دغه ډلې له خوا د غزني ولایت د نیولو پلان شنډ شوی دی. هغه زیاته کړه چې ۲۰ ورځې دمخه غزني کې د وسله‎والو طالبانو پر ضد عملیات پیل شول او په پایله کې درنه مرګ ژوبله ورواوښته.
https://avapress.com/vdciqrazwt1apq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته