دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 132722
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم پرون د هېواد د بېلابېلو مسایلو په اړه څرګندونې وکړې.
ارګ، کابل: د جمهوري ریاست لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم پرون د هېواد د بېلابېلو مسایلو په اړه څرګندونې وکړې. دا څرګندونې په داسې حالت کې کېږي چې د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو او نقطو کې له تروریستي ډلو سره په مبارزه بوخت دي. همدارنګه په دې موده کې د بین المللي همکارانو په منځ کې د افغانستان د جایګاه د اعتماد د جلب او بروکسل کنفرانس کې د هېواد د ودې او بیا رغاونې لپاره د زیاتو منابعو د تامین لپاره د جمهور رئیس کوښښونه ثمر ته رسېدلي. د دې ټولو باوجود د هېواد په ټولو تصمیم نیونکو جوړښتونو لکه ”کابینه او امنیت شورا“ کې د کلیدي غړي په توګه د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال څرګندونې په اوسنیو شرایطو کې د هغه د شان او جایګاه خلاف دي. د هېواد د ځوانې ولسواکۍ او اساسي قانون په رڼا کې د متقابل د درک او د هېواد په لویو او تصمیم نیونکو بنسټونو کې په هره کچه د هر ډول بحث کولو لپاره، ظرفیت وجود لري. ښه به وي چې د هېواد په لویو تصمیم نیونکو مراجعو کې متفاوت لیدلوري او لارې وړاندې او له هر اړخیز نقد او ارزونې وروسته د چارو د اجرا او ښه والي تصمیم ونیول شي. په مجازي فضا او د تصمیم نیولو مراجعو دایرې څخه دباندې دغه ډول بحثونه له یوه لوري د بنسټیزو اصلاحاتو مانع ګرځي او له بل لوري د هېواد دښمنانو ته د ناوړه ګټه اخیستنې فرصت برابروي. د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې او د ښې حکومتوالۍ د اصولو مطابق د حکومت د ټولو غړو او خصوصاً د جمهوري ریاست د مرستیالانو صلاحیتونه او دندې تشخیص او تنظیم شوې دي. د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د ملکي مقام په توګه له ټولو قانوني او ورسپارل شویو صلاحیتونو څخه استفاده کوي. هغه په ضمن کې د هېواد په ځینو بنسټونو جدي تورونه لګولي چې دا تورونه د هېواد د عدلي او قضایي بنسټونو له لوري هر اړخیزې ارزونې او څېړنو ته اړتیا لري، تر څو د هغو صحت او عدم صحت تثبیت او د هېواد د قوانینو مطابق ورسره چلند وشي. حکومت همدارنګه ځان مکلف ګڼي زموږ د هغو هېوادوالو شکایتونو ته رسیدګي وکړي چې طالبانو او په وروستیو جنګونو کې ټولو ښکېلو ځواکونو ورسره بدچلند کړی او په جرایمو مرتکب شوي.
https://avapress.com/vdcciiqsi2bq1m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته