کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکندهارښارنهمه حوزه کي موتربم ځانمرګي څلورپولیسومرګ ژوبله واړوله

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 8 عقرب 1395 ساعت 15:14

امنیتي چارواکي وايي، د کندهارښار په نهمه ناحيه کې په يوه ځان وژونکې حمله کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.


امنیتي چارواکي وايي، د کندهارښار په نهمه ناحيه کې په يوه ځان وژونکې حمله کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخې دغه برید نن ۱۰:۳۰ د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تیري اډې په سیمه کې رامنځ ته شوی دی.
د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیادرانی رسنیو ته وویل، چي نن شنبې لس نیمې بجې د کندهار ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند د تېري اډې په سيمه کې يوه تن ځان وژونکي بريد ګر خپل د چاودېودنکو توکو ډک موټر د پوليسو د ګزمې له موټر سره جنګولى چې په نتيجه کې يو تن ملي پوليس وژل شوی او درې تنه نور زخميان دي.
ويل کېږي چي د حملې هدف د نهمې امنیتي حوزې امر فريد احمد وو چې د پېښې روغ وتلی.
تر اوسه طالبانو د نن پېښې مسؤليت په غاره ندی اخستلی.


د مطلب کود: 132851

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132851/دکندهارښارنهمه-حوزه-کي-موتربم-ځانمرګي-څلورپولیسومرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com