دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 133003
د لغمان په لرې پرتو سیمو کې د قابلګي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۲۵ قابلې و روزل شوې.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا د لغمان ولایت د لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د مړیني د کچې د راټیټولو په موخه ۲۵ قابلي د دوه کلنو زده کړو نه پس فارغي شوي. د فارغه شوو قابلو پروژه د سویډن کمیټې او د افغانستان لپاره د ناروې د کمیټې لخوا په ګډه سره پرمخ وړل کیږي او د سویډن هیواد د سیډا مرستندویه ادارې لخوا تمویل شوي وه. دوي ته د ولایتي عامې روغتیا د ریاست لخوا د فراغت تصدیق لیکونه او همداراز په دندو د ګومارني اسناد ورکړل شو.

د افغان خبری آژانس له مخی، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا د لغمان ولایت د لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د مړیني د کچې د راټیټولو په موخه ۲۵ قابلي د دوه کلنو زده کړو نه پس فارغي شوي. د فارغه شوو قابلو پروژه د سویډن کمیټې او د افغانستان لپاره د ناروې د کمیټې لخوا په ګډه سره پرمخ وړل کیږي او د سویډن هیواد د سیډا مرستندویه ادارې لخوا تمویل شوي وه. دوي ته د ولایتي عامې روغتیا د ریاست لخوا د فراغت تصدیق لیکونه او همداراز په دندو د ګومارني اسناد ورکړل شو.

دغو قابله ګانو چې د تیرو دوو کلونو راهیسې یې د مخکې او وروسته له ولادت، د ولادت په جریان کې، د مشورو ورکولو، د مور او ماشوم د ملاتړ او نورو قابلګي خدمتونو په برخه کې زده کړې تر لاسه کړې وې، د زده کړو تر بشپړېدو وروسته نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، په ختیځ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د دفتر مشر انجنئر عبدالاحد سمون، د افغانستان لپاره د ناروې د کمیټې عمومي رئیس تاریه مګنوسن واټرډال او د یو شمیر چارواکو له لوري د فراغت تصدیق لیکونه وویشل شول.

د قابله ګانو د روزنې دغه پروژه د افغانستان لپاره د ناروې کمټې له لوري تطبیق شوې، چې ټولټال یو دیرش میلیونه، نهه اویا زره، اته سوه او نهه پنځوس افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا د سویډن هیواد د مرستندویه ادارې سیډا ( SEDA ) له بودیجې يې مالي ملاتړ شوی دی.

دغه ۲۵ قابلې چې زیاتره یې د لرې پرتو سیمو هم دي، له دې وروسته به د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو د لرې پرتو سیمو په روغتیايي مرکزونو کې د خدمت په موخه عملا په دندو پیل وکړي.

نبیله او مرضیه دوه هغه نجوني دي چې د بادپښ سیمی اوسیدونکي دي. د نبیله په وینا د هغي ۵ ورونه او څلور خویندي دي او ټول په ښوونځیو کې خپلي زده کړي کوي. ((زمونږ په سیمه کې یوازې یو روغتیايي مرکز دې او هلته دوه قابلي دي خو هغوي د سیمی ټولې میرمنو ته روغتیايي خدمتونه نشي رسولې. خو بل پلو میرمني د بې وزلۍ له آمله د روغتیايي خدمتونو لپاره مهترلام او د جلال آباد ښار کې د عامې روغتیا روغتونونو ته نشې راتللې. همدا وو چې ما وغوښتل یوه قابله شم او د ټولنې لپاره خدمت وکړم.))

همدارنګه مرضیه وایي ((دلته ما د نورو میرمنو او نجونو ترڅنګ دوه کاله عملي او نظري زده کړي وکړي. زه د سویډن کمیټې څخه منندوي یم چې مونږ ته يي د زده کړو فرصت برابر کړ او نن زه یوه قابله یم او د ټولنې د خدمت لپاره ځم.))

د روزل شویو قابله ګانو د سوګند په کولو سربیره له حکومت څخه د مننې تر څنګ چې دوی ته یې د دې زمینه برابره کړه، څو دوی په ارامه فضا کې خپلې زده کړې سرته ورسوي، دا ژمنه یې هم وکړه چې دې چمتو دي څو په لرې پرتو سیمو کې د خپل ولس د خدمت لپاره ورسپارل کیدونکې دنده په پوره صداقت تر سره کړي.ې، چې ټولټال یو دیرش میلیونه، نهه اویا زره، اته سوه او نهه پنځوس افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د ( SEDA ) له بودیجې يې مالي ملاتړ شوی دی.
دغه ۲۵ قابلې چې زیاتره یې د لرې پرتو سیمو هم دي، له دې وروسته به د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو د لرې پرتو سیمو په روغتیايي مرکزونو کې د خدمت په موخه عملا په دندو پیل وکړي.

د لغمان ولایت لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو په موخه د علیشنګ څخه ۶، الینګار څخه ۱۰، قرغیو څخه ۴ او دولت شاه څخه ۵ تنه میرمني او نجوني د قابلګي په ښوونخي کې شاملي شوي وي.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي او په ختیځ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د دفتر مشر ښاغلی انجنئیر عبدالاحد سمون نویو فارغو شویو قابله ګانو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ د دوی له کورنیو هم مننه وکړه چې خپلو اولادونو ته یې دا موقع ورکړه، څو د زده کړو سره سره د ټولنې او بشریت دې ستر خدمت ته چې په اوسني وخت کې ورته ډېره اړتیا لیدل کیږي هم اوږه ورکړي.

ښاغلي نعیمي زیاته کړه دا چې په دې وروستیو کې دې ولایت ته د مهاجرینو راتګ هم چټک شوی او د غربي نورستان د درې ولسوالیو د خلکو لپاره هم د لته روغتیايي خدمات وړاندې کیږي، نو فعلي روغتیايي خدمات ورته بسنه نه کوي، نوموړي په دې برخه کې په ټولو همکارو موسسو په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د سویډن او دغه راز د افغانستان لپاره د ناروې په کمیټو غږ وکړ، چې د عامې روغتیا وزارت او د لغمان د عامې روغتیا ریاست سره په ګډه د دې ولایت لپاره په روغتیايي بیړني پلان کار وکړي، څو موجوده ستونزو، وړاندیزونو او غوښتنو په خپل وخت ځواب ویل شوی وي.

https://avapress.com/vdcfxmdymw6dmxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته