کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان دښمنانو نن ماسپښین د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند نجم الجهاد ښارګوټي (مولوي خالص فامیلۍ)کې د پچیر اګام ولسوالۍ هغه بې ځا

10 عقرب 1395 ساعت 19:08

د افغانستان دښمنانو نن ماسپښین د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند نجم الجهاد ښارګوټي (مولوي خالص فامیلۍ)کې د پچیر اګام ولسوالۍ هغه بې ځایه شوي قومي مشران چې د خپلو ستونزو د حل په موخه سره جرګه شوي وو، د ترهګریز برید له امله شهیدان او ټپیان کړل.


د افغان خبری آژانس له مخی، د افغانستان دښمنانو نن ماسپښین د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند نجم الجهاد ښارګوټي (مولوي خالص فامیلۍ)کې د پچیر اګام ولسوالۍ هغه بې ځایه شوي قومي مشران چې د خپلو ستونزو د حل په موخه سره جرګه شوي وو، د ترهګریز برید له امله شهیدان او ټپیان کړل.
جمهور رئیس غني د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال د خدای تعالی په دربار کې شیهدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا هیله وکړه او د ملکي وګړو، سپېڅلو او ټولګټو ځایونو په نښه کول یې د ترهګرو ډلو د ماتې او ذلت څرګنده نښه وبلله.
محمد اشرف غني وویل، تروریستي ډلې له وراني، دربدري او د وحشت له خورولو مه واره د هېواد د ابادۍ او د هېوادوالو د سوکالۍ لپاره کومه برنامه نه لري او د افغانستان خلک له دوی څخه کرکه کوي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، ترهګرې ډلې د پردیو په لمسون د هېواد د ویجاړولو او د شومو پلانونو پلي کولو ته نشي رسېدلی، ځکه د هېواد صادق بچيان او امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر ځای کې دوی لټوي او له منځه یې وړي.

جمهور رئیس غني یو ځل بیا د ملکي وګړو په نښه کول جنایت وباله، د ننني ځانمرګي برید د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ټپیانو په درملنه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.


د مطلب کود: 133004

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133004/د-افغانستان-دښمنانو-نن-ماسپښین-ننګرهار-ولایت-بهسودو-ولسوالۍ-اړوند-نجم-الجهاد-ښارګوټي-مولوي-خالص-فامیلۍ-کې-پچیر-اګام-هغه-بې-ځا

آوا
  https://www.avapress.com