دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 133004
د افغانستان دښمنانو نن ماسپښین د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند نجم الجهاد ښارګوټي (مولوي خالص فامیلۍ)کې د پچیر اګام ولسوالۍ هغه بې ځا
د افغانستان دښمنانو نن ماسپښین د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند نجم الجهاد ښارګوټي (مولوي خالص فامیلۍ)کې د پچیر اګام ولسوالۍ هغه بې ځایه شوي قومي مشران چې د خپلو ستونزو د حل په موخه سره جرګه شوي وو، د ترهګریز برید له امله شهیدان او ټپیان کړل.

د افغان خبری آژانس له مخی، د افغانستان دښمنانو نن ماسپښین د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند نجم الجهاد ښارګوټي (مولوي خالص فامیلۍ)کې د پچیر اګام ولسوالۍ هغه بې ځایه شوي قومي مشران چې د خپلو ستونزو د حل په موخه سره جرګه شوي وو، د ترهګریز برید له امله شهیدان او ټپیان کړل.
جمهور رئیس غني د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال د خدای تعالی په دربار کې شیهدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا هیله وکړه او د ملکي وګړو، سپېڅلو او ټولګټو ځایونو په نښه کول یې د ترهګرو ډلو د ماتې او ذلت څرګنده نښه وبلله.
محمد اشرف غني وویل، تروریستي ډلې له وراني، دربدري او د وحشت له خورولو مه واره د هېواد د ابادۍ او د هېوادوالو د سوکالۍ لپاره کومه برنامه نه لري او د افغانستان خلک له دوی څخه کرکه کوي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، ترهګرې ډلې د پردیو په لمسون د هېواد د ویجاړولو او د شومو پلانونو پلي کولو ته نشي رسېدلی، ځکه د هېواد صادق بچيان او امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر ځای کې دوی لټوي او له منځه یې وړي.

جمهور رئیس غني یو ځل بیا د ملکي وګړو په نښه کول جنایت وباله، د ننني ځانمرګي برید د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ټپیانو په درملنه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

https://avapress.com/vdcgzw9qtak9wz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته