کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن په ارگ کی دڅارنوالانو په یو سرتاسری جلسه کی ګډون وکړ.

10 عقرب 1395 ساعت 20:20


  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې " له اداري فساد او ښځو سره له تاوترخوالي پاک افغانستان په لور" په نامه د افغانستان د څارنوالانو په سرتاسري کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شوی و، ګډون وکړ. په پیل کې د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي له  جمهوررئیس څخه د څارنوالانو د بې دریغه، غوڅ او صمیمانه ملاتړ مننه وکړه وې ویل، دغه شان ملاتړ مو زړه ډاډه او په نفس باور زیاتوي او د عدالت او قانون حاکمیت په پلي کېدو، د حق په تامین او د خلکو له حقونو او آزادیو څخه په دفاع کې مو مټې په پولادو بدلې کړي دي. هغه وویل، له بده مرغه په‌دې وروستیو کې د خپاره شوي راپور له مخې  افغانستان په کې د نړۍ درېیم قانون ماتونکی هېواد معرفي شوی دی، هماغسې چې مو اداري فساد سره مبارزه کې خپل نیت او ژمنه په ډاګه کړې ده، ان‌شاالله په راتلونکې اونۍ کې به د اداري فساد د لویوقضیو لومړنۍ شفافه، منصفانه او عادلانه محاکمه د لویوجرمونو او اداري فساد سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې جوړه شي چې لومړنۍ قضیه به یې د یو لوړ پوړي څارنوال وي. حمیدي زیاته کړه، له‌دې وروسته زموږ ټول څارنوالان دنده لري، چې په منطمه توګه هر هغه کس چې په هره مرحله کې غواړي مداخله یا اعمال نفوذ وکړي یا عدالت له خپلې لارې منحرف کړي، افشا کړي، څو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ثابته کړي چې د قانون ماتونې او د حاکمیت د بحران مخه نیسي. د هېواد لوی څارنوال په ډاګه کړه: د لويې څارنوالۍ په داخل او دباندې مو فساد سره مبارزه پیل کړې ده. د افغانستان خلکو او څارنوالانو ته مې لومړنی څرګند پيغام دا دی چې له‌دې وروسته مو د فساد په مقابل کې زغم صفر دی. حمیدي عدالت د هر شي اساس وباله وې ویل: موږ غواړو لویه څارنوالۍ کې د وړتیاوو په رغاولو باندې له سره کتنه وکړو، چې څارنوالان خپلواک فکر او اجرأت وکړي او تصمیم ونیسي او په خورا درنښت او عزت له خلکو سره چلند وکړي. هغه وویل، د لویې څارنوالۍ ادارې عدلي او قضايي او نورو دولتي بنسټونو سره ښه همغږي او همکاري رامنځته کړې ده. لوی څارنوال څرګنده کړه، د پټولو لپاره هیڅ شی نه‌لرو، د افغانستان خلکو ته د خدمت په خاطر انتقاد منو او شفاف یوو او له نورو بنسټونو هم غواړو چې خپلې ستونزې په څرګنده توګه په ډاګه کړي چې د حل لپاره یې ورته مناسبې حل لارې ولټوو. هغه عدالت ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی د لویې څارنوالۍ  ژمنه وبلله وې ویل، موږ مسوولیت لرو چې ټولو افغانانو ته عدالت وړاندې کړو، د قانون حاکمیت، د خلکو د آزادیو او حقونو ملاتړ وکړو، خو ښځې او ماشومان چې د زیانمنېدونکو اقشارو او ډلو په توګه د فساد، زورواکۍ او جرمونو قربانيان دي، هغوی ته مو د خدمت لپاره هڅې پيل کړي دي. حمیدي زیاته کړه، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پاملرنې له امله د تاوتریخوالي د منع، د ماشومانو تخلفاتو ته رسیدګۍ او د بشري حقونو د رعایت مرستیالي جوړه شوې ده. هغه زیاته کړه: په عین وخت کې د ښځو د مشارکت او برخې اخېستو په خاطر چې ظرفیت، اهلیت او په دې اداره کې د خدمت توان لري جدي پروګرامونه نیول او پلي شوي دي چې په اتو میاشتو کې مو د ښځو سهم له درې سلنې څخه پنځلس سلنې ته پورته کړی دی. لوی څارنوال وویل، زموږ د کار اساسي محورونه قاطعیت، دقت، سرعت او شفافیت دی او د تورنو او مظنونینو د قضیو او برخلیک ټاکنې په خاطر ټاکلې قانوني موده رعایتوو. هغه د خپلو خبرو په دوام کې دې ته په اشاري چې آزادو رسنیو او د بیان آزادۍ څخه ملاتړ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ژمنه ده وویل، د لویې څارنوالۍ اداره ژمنه ده چې دغه ژمنې حفظ کړي.    څارنپوه محمدفرید حمیدي ټینګار وکړ، موږ فساد سره د اغیزناکې مبارزې له لارې د خلکو او خصوصي سکتور عواید لوړو او همدارنګه د افغانانو له آزادۍ، حقوقو، پانګونې او پانګې څخه ملاتړ کوو.  جمهور رئیس د هېواد د لوی څارنوال د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د دولت د اجرایي دستګاو په منځ کې د لوی څارنوالۍ رول په بدن کې زړه ته ورته دی.  له همدې امله د هغې مفدیت، فعالیت او  خوښي له دغه ټول بدن پورې اړه لري او برعکس د هغې ککړتیا، فساد او بیماري د ټول سیستم د ناکامي، بیهودګي او د ټولو د تباهۍ لامل کېږي. جمهور رئیس د هېواد څارنوالانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د یو لوی او برخلیک جوړونکي کوښښ په سر کې قرار لرئ او کولای شئ د هغه مهم مسوولیت په ادا کولو سره چې تاسو ته در له غاړې دی د قانون د حاکمیت، د سیستم د شفافیت او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د هېواد په تحول کې مهم نقش ولرئ. جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، د لوی څارنوالۍ په سیستم کې هر ډول ناغېړي او لټي او د څارنوالانو منځ کې دندې ته نه درناوی، سربېره پردې چې د ټول دولتي سیستم اعتبار زیانمنوي، تاسې هم د خلکو له غوسې او شدید احتساب سره مخ کوي. محمد اشرف غني وویل، دا چې د اسلامي نظام فلسفه د دولت د ټول سیستم عدالت محوره کول دي،  په همدې دلیل د عدالت تامین نه یوازې ستاسو او  دولت پورې اړوند هر فرد وظیفوي مکلفیت دی، بلکې زموږ د ټولو دیني او فردي مسوولیت هم دی، ځکه د عدالت پیاوړي کول او د هغه بې طرفانه او مستقلانه تامین د سیاسي ثبات د تامین کلیدي عناصرو څخه دي. هغه وویل، د هېواد د جمهور رئیس په توګه د هېواد د عدلي او قضایي سکتور په استقلالیت پوره باور لري، نه خپله په عدلي او قضایي چارو کې مداخله کوي او نه هم نورو ته د هغوی په کارونو کې د مداخلې اجازه ورکوي. جمهور رئیس په ټینګار وویل، لوی څارنوالي یو مستقل ارګان دی او کار یې کاملاً غیر سیاسي او مسلکي دی او سیاسي کشمکشونه باید هیڅ اغېز ورباندې ونه کړي. جمهور رئیس غني د هېواد سیاسي قشر څخه وغوښتل چې په دې برخه کې د اصلاحاتو ملاتړ وکړي اوپرېنږدي چې څوک د هغو پر وړاندې مانع ایجاد کړي. جمهوررئیس وویل: په عدلي او قضايي تصمیم نیونه کې هر رنګ مداخله جرم دی، لوی څارنوال حق لري څوک چې د جرم مرتکب کېږي محاکمه کړي. د هېواد جمهور رئیس د لوی څارنوالۍ په اداره کې راغلي تحولات له هیله مندۍ ډک وبلل او وې ویل، فساد سره د مبارزې لپاره محسوس ګامونه اخیستل شوي دي او کوم اصلاحات چې شوي د خلکو، حکومت او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د هیله مندۍ او خوښۍ لامل شوي. محمد اشرف غني دې‌ته په اشارې چې د لوی څارنوالۍ په اداره کې د کدرونو په ځای پرځای کولو سره د روابطو ځای ضوابط نیولی او لوی څارنوال د شایستګۍ په اساس تبدیلۍ او مقررۍ کړې دي، د هېواد څارنوالانو ته په خطاب کې وویل، په جرأت او زړورتیا مخته لاړ شئ او هیڅ وېره او وهم مه لرئ، ځکه دولت او ملت ستاسو تر څنګ قرار لري او موږ به تاسو په دې مسیر کې یوازې پرېنږدو. هغه د څارنوالۍ اداره کې په جنسیتي عدالت خوښي څرګنده کړه او وې ویل، په دغه اداره کې د اصلاحاتو ارزښت ته په پام  حکومت د همکارانو د معاشونو او حقونو د زیاتوالي لپاره د لوی څارنوال د هڅو هرکلی وکړ او تاسو به ژر د دې برخې د کارکوونکو د حق الزحمې او ښېګڼو د زیاتوالي شاهدان شئ. جمهور رئیس غني وویل، زه نه غواړم اصلاحات یوه لنډه څپه وي او بېرته کارونه تېر ته ور وګرځي. تمه لرم چې بهیر د اوس په څېر د هرې ورځې په تېریدو سره پراخ او پوخ شي، تر څو د هېواد دلویې څارنوالۍ اداره د خپلو ټولو ولایتي څانګو  د تازه ژوند شاهده او د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو ځواب ورکوونکي اوسي جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې عدالت تامینېږي او د خلکو قاتلان به د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي. هغه له خلکو وغوښتل چې صحرایي محاکمو ته لاړ نشي، بلکې قانوني عدالت ته مراجعه وکړي. دکنفرانس په پای کې د افغانستان د علماو سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د وینا پرمهال اداري فساد او ښځو سره د تاوتریخوالي په مخنیوي کې او په هېواد کې د عادلانه نظام په برقراري کې د لویې څارنوالۍ نوښتونه وستایل. په دې کنفرانس کې د هېواد په جمهور رئیس سربېره قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم، لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د هېواد د عدلي او قضایي سکتور یو شمېر مقاماتو او په عدلي او قضایي برخه کې د مرسته کوونکو هېوادونو استازو هم ګډون کړی وو.  


د مطلب کود: 133006

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133006/د-افغانستان-اسلامي-جمهوریت-جمهوررئیس-محمد-اشرف-غني-نن-په-ارگ-کی-دڅارنوالانو-یو-سرتاسری-جلسه-ګډون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com