دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 133010
د مسلمانی ښځی حجاب د غربی نړی د فرهنګ تر تهاجم لاندی قرار نیولی دی
د محصلینو آزاد خبری اتری د عاشورا په موضوع د ( د حجاب فرهنګ او عفاف ) په عنوان سره د تبیان د فرهنګی او اجتماعی مرکز لخوا د مزار شریف په ښار کی ترسره سو.
حجاب او عفاف دوه نا جدا کیدونکی مبحثونه دی په هر یو په یوځیتوب سره نه سی کاملیدلای. حجاب یواځی د انسان د ظاهر سره اړیکه نه لری او باید د په لید، فکر، زینت، ژبه، سترګه، غوږ او اندام کی هم مراعت سی. 
         د افغان غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) په بیانیی سره، دا ناسته د آغلی زهرا احمدی د الزهرا(س) د مکتب د استاد او آغلی شریفه احمدی د جمعی او حسینیی دارالعلوم استاد په حضور ترسره سو. 
         استاد شریفه احمدی، حضرت زینب(س) یی بهترین الګو د صبر، عفاف او حجاب د ټولو مسلمانو ښځو لپاره معرفی کړ، وایی: د عاشورا یو پاته سوی پیغام د بد حجابی او بدیو په وړاندی استقامت اوپایداری دی. 
         هغی اضافه کړه: شځه دیو ټولنی اساس تشکیلوی نو باید د یو سالم او انسانی ټولنی د جوړولو لپاره باید ښځه سم کړو. استاد احمدی اضافه کړه: هیڅ وخت نه سو کولای چی یو مسلمانه ښځه د یو غربی ښځی سره مقایسه کړو، ځکه چی ښځه په غربی هیوادو کی د مسلمانی ښځی په ډول د خاص ارزش څخه برخمن نه دی. 
         وروسته آغلی زهرا احمدی داسی بیان درلودی: حجاب او عفاف یواځی په اسلام پوری نه مربوطیږی بلکه نور ادیان هم د حجاب په اړه قواعد لری. 
         هغه اضافه کړ: د امربالمعروق او نهی ان المنکر د عاشورا د مهمو اهدافو څخه دی چی متاسفانه زموږ په ټولنه کی دا موضوع، نهی عن المعروف او امر باالمنکر رواج سوی دی. هغی د بد حجابی سره مبارزه د ښځو د حجاب او حقوق په اړه د پوهی ډیروالی وبلل. 
         آغلی احمدی د ښځی د حجاب د حفظ په اړه داسی بیان درلودی: خدای تعالی هر څه ته زکات ورکړی دی، د ښځی د شکلتیا زکات حجاب دی. نو باید ښځه د خپل حرمت د حفظ لپاره باید حجاب مراعت کړی. 
         د هغه وروسته ټول خپل پوښتنی مطرح کړه. 
         آغلی مرضیه باقری یو د ګډون کوونکو څخه د حجاب او عفاف موضوع د قرآن کریم د ۳۱،۳۳،۳۹ سورو په استناد سره داسی بیان کړه: حجاب او عفاف د قرآن کریم په اساس پر ښځه او نارینه واجب دی. 
         هغه اضافه کړه: حجاب یواځی پوشش نه دی بلکی حجاب د خلګو په زړه او خبرو کی تاثیر لری. 
         ښاغلی حمید محمدی یو بل ګډون کوونکی اظهار درلودی: فرهنګی تهاجم په یو دموکراسی نظام کی طبیعی خبره ده. غنی فرهنګونه راځی او ضعیف فرهنګونه تر خپل شعاع لاندی نیسی، او که اسلام یو فرهنګ دی باید موږ ددی فرهنګ د حفظ لپاره داسی کار وکړو چی نور فرهنګونه ونه سی کولای د اسلام پر غنی فرهنګ باندی حاکم سی. 
         په همدی ترتیب آغلی راضیه محمدی د حجاب د حفظ او ساتنی تر څنګ، کورنی مسؤول بولی او وایی: کورنی باید د حجاب د ترویج په برخه کی کوشش وکړی او حجاب ته د یو دینی غیرت په شکل وګوری. 
         آغلی عالیه کاظمی هم وویل:  ښځی د روانشناسی له لیده یو څو توجهاتو ته اړتیا لری، که کورنی ښځو او انجونو ته اساسی توجه ونه کړی نو ښځی د بد حجابی او دنورو خلګو د نظر په جلبولو سره دا ټولنی ته زیان رسوی. 
         دا په داسی حال کی دی چی حجاب او عفاف د اسلام د نظامی او د مسلمانی ښځی او مسلمان نارینه لپاره یو اسلامی اساس دی. خو متاسفانه دا شکلی فرهنګ د غربی هیوادو تر تهاجم لاندی قرار نیولی دی چی دا تهاجم ډیر د رسنیو لخوا لیدل کیږی. 
         د یادونی وړ دی چی د محصلینو آزاد خبری اتریی د تبیان د مرکز په ابتکار سره دیو کال څخه ډیر کیږی چی د هر جمعی په ورځ په ۹:۳۰ بجی د مزار شریف په ښار کی رامنځته کیږی.
https://avapress.com/vdcdfs0fzyt0sz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته