کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیا ولایت کي ۹ وسله والووژل شوی دي

11 عقرب 1395 ساعت 10:16


چارواکی وای، د پکتیا کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۹ مخالف وسله‎وال وژل شوی او شپږ تنو نور ټپیان دي. دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د ۲۰۳ تندرقول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي، داعملیات د جاني‎خېلو ولسوالۍ په چلم او ریشپګیو سیموکې ترسره شوي چې وسله‎والو ته سخت ګوزاربلل کيږي. په خبرپاڼه کې راغلی دي، په دې عملیاتوکې بهرنیو ځواکونو د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ کړی دی. خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 133013

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133013/د-پکتیا-ولایت-کي-۹-وسله-والووژل-شوی-دي

آوا
  https://www.avapress.com