دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 133086
نګ په یمن کی، بیانیه په کابل کی؛ عربستان د څه شی په لټه کی دی؟
د سعودی عربستان سفارت په کابل کی په یو بی سابقی بیانیه کی، د یمنی انقلابیونو د موشک غورځونی څخه د مکی په لوری خبر ورکړی دی.

په هغه خبر پاڼه کی چی ددی سفارت له لوری په عربی او فارسی ژبو خپورسوی دی، ویل سوی دی چی دا سفارت د افغانستان ټولو اوسیدونکو ته رسوی چی د انصارالله حملی په یمن کی ددی هیواد په داخلی کی او د عربستان په مرزی سیمو کی نه دی منحصر سوی او اوس هغوی په خپل موشکو سره د مکی ښار ( د وحی د نازلیدو ځای او د مسلمانانو قبله ) هم د هدف لاندی نیسی! 
انصارالله دا ادعا په شدت سره دروغ بللی دی او ویلی دی چی د موشک هدف، د جدی نظامی پایګاه وو. 
دا خبرپاڼه، د حربی مشار په نقل سره؛ د عربستان د سفیر معاون په کابل کی ویلی دی: د عربستان دولت او په یمن کی د د مشروعیت عربی حامی چی د یمن د حکومت د مشروع غوښتنی په اساس جوړ سوی دی، د بین المللی تلاشونو ناکام کیدل د یمن د قضیی دحل لپاره د امنیت د شورا د ۲۲۱۶ قطعنامی په اساس د انصارالله په غاړه بولی. 
کارپوهان وایی چی ددی بیانیی انتشار د عربستان د سفارت له لوری یو بی سابقی حادثه دی او شکاره کوی چی د سعودی رژیم د پراخ تبلیغاتو تر شاه او دهغه د همپیمانانو پراخ تبلیغات پر انصارالله باندی اتهام یو سیاسی هدف لری او دا اتهام په هیڅ صورت کی واقعی مبنا نه لری. 
سعودی عربستان په تیر وختو کی هم تلاش کړی دی چی د هیوادو د مسلمانانو ائتلاف چی د تروریزم په وړاندی په منطقه کی منځته راځی د رهبری تر تسلط لاندی کړی تر څو د هغوی څخه د خپلو اهدافو لپاره استفاده وکړی؛ هغه اهداف چی د ناظرانو په باور، په اسلام کی د مذهبی او قومی تفرقه اندازی لپاره بنا سوی دی او دیمن او د سعودی عربستان او خارجی رژیمو ترمنځ جنګ هم د قومی او مذهبی جنګ په بنا دی؛ هغه جنګ چی سعودی رژیم د دالرونو او نورو ملاتړو په واسطه هر وخت تلاش کوی چی هغه د یمن په مقابل کی استفاده کړی. 
له بلی خوا، د منطقی د مسایلو د پوهانو په باور، د انصارالله حمله پرجدی باندی چی د مکی په ۵۰ کیلو متری کی قرار لری، په شدت سره سعودیان وارخطا کړی دی او په همدی دلیل، تبلیغاتی دستګاه اوروانی جنګ ددی رژیم له لوری په لاس نیولی سوی دی چی ددی لاری خپل ن مشروع جنګ ته په یمن کی، کاذب مشروعیت وبخشی، او هم د بشری حقوقو د تورو کارنامو څخه ځان وباسی او د خپلو سفارت خانو پواسطه په اسلامی هیوادو کی د مسلمانانو احساسات راوپاروی او د حوثیانو سره د جهاد په نامه د مسلمانانو څخه لشکر جوړ کړی او په یمن کی خپل مات سوی جنګ ته قوت وبخشی. 
د سعودی سفارت بیانیه په کابل کی په داسی حالت کی خپریږی چی بین المللی معتبر رسنی ددی نه مخکی هم د افغانستان د ځوانانو تلل د یمن د جنګ لپاره څخه خبر راکړی دی او حکایت درلودلی دی. 
ددی ګزارشونو په اساس، سعودی عربستان د افغانستان د جنوبی منطقو د خلګو اعزام و حج عمری په بهانی سره هغوی د یمن جنګ ته استولی دی. 
د کارپوهانو په باور، ددی ګزارشونو په اساس کولای سو نتیجه واخلو چی سعودی رژیم غواړی چی د مقدسو ځایونو څخه په استفادی سره د یمن د مظلومو خلګو په وړاندی د نورو هیوادو مسلمانان راوپاروی. 

https://avapress.com/vdcg7w9q3ak9wz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته