کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رییس جمهور غنی د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو په یو ټولګه کی:

جاری جنګ، داخلی جنګ نه دی، ۳۰ تروریستی سازمانونه په افغانستان کی فعال دی

14 عقرب 1395 ساعت 8:49

رییس جمهور غنی د هیواد د امنیتی ځواکونو په یو ناسته کی اظهار درلودی: دهیواد جاری جنګ، داخلی جنګ نه دی، ځکه چی په افغانستان کی ۳۰ تروریستی سازمانونه فعال دی او د هغوی جنګ مختلف ابعاد لری.


د آوا دخبرګزاری په بیان سره، محمد اشرف غنی رییس جمهور، تیره شپه د هیواد دامنیتی او دفاعی ځواک د سکتور سره د ( امنیتی او دفاعی ارشد ارګانونو د رهبرانو، د ملی اردو قوماندانان، ملی امنیت او د  قوماندانی څخه قاطع امنیت ) رهبرانو په مشترک کنفرانس کی په ارګ کی ولیدل. 
په دی کتنه کی، ستر جنرال قدم شاه شهیم د ملی دفاع د وزارت لوی درستیز ددغی کنفرانس په اړه وویل: د هیواد ټول امنیتی او دفاعی ځواکونو منسوبین او مسئولین د رییس جمهور د رهبری لاندی، په ویاړ سره خپل وظیفه ترسره کوی او د خلګو د دفاع لپاره هر ډول قربانی ته آماده دی. 
رییس جمهور غنی وویل: د هیواد د رییس جمهور په حیث وظیفه لرم چی نړی یوځل بیا قانع کړم چی افغانستان د خپل توجه وړ وګرځوی چی ستاسو د قربانی او فداکاری له وجی افغانستان په بین المللی محراق کی ځای نیولی دی او افغانستان سره بین المللی تعهدات تجدید سو. 
د هیواد رییس جمهور اضافه کړ: ټوله دی فیصلی ته ورسیدل چی زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه د ثبات د تامین او دقانون د حاکمیت وسیله دی او هغه ټینګار وکړ چی افغانستان په ډلو سره نه بلکه د امنیتی او دفاعی ځواکونو پواسطه ثبات ته رسیږی. 
رییس جمهور غنی اظهار درلودی: افغانستان د مرکزی آسیا په یو نا بیلیدونکی ځای بدل سوی دی او په راتلونکی کی زموږ اړیکی د مرکزی آسیا سره به پراختیا پیداکړی، ځکه چی موږ اساسی مناسبات رامنځته کړی  دی. 
هغه اضافه کړ: په هیواد کی جاری جنګ، داخلی جنګ نه دی، ځکه چی ۳۰ تروریستی سازمانونه په افغانستان کی فعال دی او مختلف ابعاد لری. 
اشرف غنی علاوه کړ: د تروریزم سره جنګ واضح بین المللی ابعاد لری او دا مبارزه یو سیاست او بین المللی استراتیژی ته اړتیا لری. 
اشرف غنی اظهار درلودی: تروریزم میان المدت اخطار دی او ددی اخطار د دفع لپاره بین المللی میان مدت د ځان سره لرو. افغانستان د تروریزم سره د مبارزی په لومړی قدم کی قرار لری او دهمدی لپاره نړی ستاسو څخه منندوی دی. 
هغه اضافه کړ: د پاکستان څخه سوله نه غواړو، بلکه د پاکستان سره سوله غواړو. په افغانستان کی جاری جنګ د نظامی متخصصینو په مشوری سره او دتروریزم د حمایت کوونکو په واسطه ترسره کیږی. 
محمد اشرف غنی د هیواد نظامی ځواکونو ته په خطاب کی وویل: تاسو د خپل وینی په بیه د هیواد د دفاع لپاره وعده کړی دی، دا یو دوامدار وعده دی او د افغانستان دولت ستاسو دی وعدی ته احترام کوی. هغه اطمینان ورکړ چی په هر وخت کی په هر ځای کی ستاسو څخه نماینده ګی، دفاع او حمایت کومه. 
رییس جمهور وویل: زه هره ورځ او هر وخت ستاسو احوال ګورم او ستاسو ضرورتونه  تشخیص او پوره کوم. زه یوه ورځ هم په عملیاتو کی می مداخله نه دی کړی، ځکه چی زه د خپل جنرالانو او مسلکی ځواکونو قدرت باندی باور لرم او غواړم چی هغوی هم باور ولری چی د هغوی ابتکار د تقدیر وړ دی. 
ښاغلی غنی اضافه کړ: هیڅ یو د مسؤلیت د رفع لپاره، ملامتی پر جنرال نه سی اچولی، ځکه چی زموږ جنرالان زموږ د خلګو او هیواد عزت دی. هغه وخت چی دا یونیفوروم مو واغوستل، تاسو ټوله یو افغان یاست او کوچنی سیاستونه ستاسو صفونو ته لاره نه سی پیدا کولای، ځکه چی زموږ ځواکونه مطلقآ ملی او مسلکی دی. 
د هیواد رییس جمهور وویل: زه غواړم چی زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو په شاوخوا کی واضح دیوال وجود ولری، چی کوچنی سیاستونه نفوذ ونه کړی او په دی برخه کی اساسی اجماع د جوړیدو په حال کی دی، دا ترسره کوو تر څو تاسو خپل ابتکار، وظیفه او خپل حمایت ته باور ولری. 
هغه اضافه کړ: دوه کاله مخکی، زموږ د تاریخ سختی ورځی وی. خلګ او خارجی مبصرین باور نه درلودی چی امنیتی او دفاعی ځواکونه د تروریزم په وړاندی وجنګیږی او مقاومت وکړی، خو موږ ستاسو مسلکی تواناییو ته باور درلودی. 
محمد اشرف غنی وویل: زموږ دفاعی او امنیتی ځواکونه د جنګونو په کلو کی د یو بل څخه بیل سو، هر یو ستاسو څخه دا هیله درلودی او دخدای (ج) سره قسم کړی وو، چی مستحکم امنیتی او دفاعی ځواکونه رامنځته کوی او دا کار مو په افتخار سره ترسره کړ او دا فردی تعهد او ستاسو هیله په جمعی تصمیم واوښتی او ما ستاسو دا تصمیم درک کړل. 
رییس جمهور ددی کنفرانس په اخر کی یوځل بیا مننه وکړه، اظهار درلودی: هیله لرم چی تاسو ټول تخنیکی او محاربوی اړتیاوی مطرح کړی وی اوموږ به دا په خپل عملی پلان کی داخل کړو. 
هغه په خپل آخری خبرو کی وویل: د بین المللی امکاناتو په استفادی سره، باید مسلکی ظرفیتونه او موثر سیستمونه رامنځته کړو چی د راتلونکی لپاره ځوابویونکی وی. ستاسو د مبارزاتو او فداکاریو نتایج یواځی د څو کالو لپاره نه دی، بلکه د لسیزو او پیړیو لپاره دی. 

            


د مطلب کود: 133169

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133169/جاری-جنګ-داخلی-نه-دی-۳۰-تروریستی-سازمانونه-په-افغانستان-کی-فعال

آوا
  https://www.avapress.com