د ملی دفاع وزارت:
په کندز کې د ۸۰۸ سپین زر زون قومندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري وویل:«د امریکايي ځواکونو په ملاتړ دولتي ځواکونو،د کندهاریانو،الچین،ملاسردار،کلتهتاي،حضرت سلطان او کنم ها او د کندز په مرکز کې عملیات ترسره شوي.د دولت ۱۴ مخالف وسلهوال وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.»
له بلخوا ملي دفاع وزارت په دغو عملیاتو کې د ۱۴ طالبانو او د ملي اردو د درېیو کمانډو پوځیانو وژل کېدل او ۷ تنو نورو ټپي کېدل تاییدوي.
د رپوټونو پر بنسټ،د ملي پوځ د کمانډو سرتېري او امریکايي سرتېري د چهارشنبې پر شپه د طالبانو د مشرتابه غړو د ځپلو لپاره د کندز ښار د کندهاري پله په سیمه کې او په ګلتپه ولسوالۍ کې له چورلکو څخه پیلي شول.
خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۷ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د کندز یوه اوسېدونکي وویل:«ټول کلی یې په بل مخ کړ.کهچېرې تاسې زموږ له کلي څخه انځور واخلی بیا پوهېږئ چې ویجاړنې تر کومې کچې دي.»
د کندز بل اوسېدونکي څرګنده کړه:«ټول دغه مرګ ژوبله ماشومانو او ښځو ته رسېدلې ده.طالبان د هغوی په منځ کې نشته.»
کهڅه هم ولسي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني،خو یوه امنیتي سرچینه د دوه ولسي وګړو وژل کېدل مني.
له بلخوا د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي چې د کندز په عملیاتو کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د نېکلسن په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«امریکایي ځواکونه د طالبانو د یوه مرکز د ځپلو لپاره د افغان ځواکونو د مرستې او همداراز په کندز کې د دې ډلې د عملیاتو د شنډولو پرمهال د طالبان له برید سره مخامخ شول.»
له بلخوا،د پرېکنده ملاتړ مأموریت د عمومي اړیکو مرستیال جنرال کلفلېنډ هم په دې اړه څرګند کړه:«د یوه افغاني عملیات په چوکاټ کې،دوست ځواکونه تر مستقیمو ډزو لاندې راغلل او هوايي بریدونه ترسره شول ترڅو له ځانه دفاع وکړي.»
جنرال کلفلېنډ زیاته کړه:«موږ ټولو هغو تورونو ته چې د ولسي وګړو په اړه وي په جدي توګه چلند کوو.خو د افغانانو تر مشرۍ لاندې یو عملیات وو، موږ له خپلو شریکانو سره کار کوو او څېړنې ترسره کو، او په نږدې راتلونکې کې تاسو له هغې خبر وو.موږ په دې اړه نور جزئیات له ترلاسه کولو وروسته شریکو.»