دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 133203
د حضرت رقیه (س) د شهادت د ورځی په مناسبت:

د قرآن او حجاب دوهم سیمینار په کابل کی رامنځته سو

د قرآن او حجاب دوهم سیمینار په کابل کی رامنځته سو
د حضرت رقیه (س) د شهادت دورځی د رارسیدو په مناسبت د امام حسین (ع) دری کلنه لور د حجاب او قرآن دوهم سیمینار د افغانستان د قرآن د عالی شورا له لوری په کابل کی ترسره سو.

د افغان غږ خبری آژانس دخبر ګزاری له مخی، دا سیمینار د قرآن کریم د څو آیاتونو په تلاوت سره د قاری ابراهیمی پواسطه شروع او د سخنرانیانو په سخنرانی سره او دتواشح په ویلو سره ادامه پیدا کړ. 
حجت الاسلام والمسلمین ( حاج عباس حسن زاده ) د افغانستان د قرآن د عالی شورا رییس حجاب ته په اشاری سره د قرآن له نظره وویل: خدای تعالی د قرآن کریم په ډیرو آیتونو کی د حجاب د اجتماعی، وجوب او فلسفه ای اهمیت په اړه فرمایلی دی. 
د افغانستان د قرآن د عالی شورا هم ټینګار وکړ چی حجاب یواځی پوشش نه دی بلکه په خبرو او رفتار او سترګو او غوږو کی هم حجاب باید مراعت سی تر څو وکولای سو په ټولنه کی دا مهم اسلامی اصل په مختلفو ابعادو کی ځای پر ځای کړو. 
ښاغلی حسن زاده اضافه کړ: موږ د یو مسلمان په حیث باید د حجاب د مراعتولو لپاره او داسلامی ارزشونو په ساتلو سره او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د کولولپاره خاص توجه ولرو. 
د هغه په باور، تر څو چی امر باالمعروف او نهی عن المنکر په ټولنه کی ژوندی وی مسلمانان به همیشه کامیابه او سربلنده به وی او برعکس که دا اصل فراموشی ته پریښودل سی حرمتونه به مات سی او په ټولنه کی او په کورنی کی بی نظمی به حاکم سی. 
ښاغلی حسن زاده په ادامه کی اضافه کړ: هغه وخت چی حجاب نه مراعتیږی خدای تعالی پر ټولنی باندی ډیر بلیات نازلوی چی دهغه جملی څخه یو د ظالم او ستمګر سلطان شتون په ټولنه کی دی. 
ددی اجتماعی او فرهنګی فعال په عقیدی سره، نن د اسلامی هیوادو په ځینو برخو کی همدا مسئله وجود لری چی د اسلام دشمنان د اسلامی ارشونو د منځه وړلولپاره افراطیت او تکفیریان مسلط کړی دی او ډیر بدعتونه رامنځته کړی دی چی بیله شکه ددی بلیاتو عمده عامل خپله د ملسمانانو اعمال دی. 
همدارنګه آغلی علیزاده هم ددی سیمینار په ادامه کی وویل: حجاب د اسلامی عقایدو څخه دی چی دین د هغه د رعایتولو باندی امر کړی دی او ښځی او نارینه باید حجاب مراعت کړی. 
آغلی علیزاده تصریح کړی دی: که حجاب د هغه په پراخ ابعادو کی رعایت نه کړو ډیر فتنی به پر ځمکه باندی زموږلپاره نازل سی. 
د آغلی علی زاده په وینا: که ښځی او انجونی اسلامی حجاب مراعت کړی امنیت به یی ډیر وی او د بد بینانو د سترګو څخه به محفوظ وی. 
علیزاده په دی بیان سره چی نن په افغانستان کی حجاب او پوشش ته اهمیت نه ورکول کیږی اضافه کړ: دا دقرآن صریح وینا دی چی د حجاب مراعتول د ټولنی د سلامتی لامل ګرځی.

https://avapress.com/vdchvxnzx23nxid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته