کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اریانا تلویزیون خبریال شهادت په اړه د هلمند د والي ښاغلي حیات الله حیات د خواشینۍ پیغام

15 عقرب 1395 ساعت 22:54


حیات الله حیات ویلی دی، خواشینی یم، چې د افغانستان د خاورې او خلکو دښمنانو د ماین چاودنې له امله د اریانا ټلویزیون خبریال په شهادت ورسید. دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی دهلمند والی حیات الله حیات وای، ارواښاد نعمت الله زهیر یومسلکي او د خبریالۍ په اخلاقو سمبال زړه ور ژورنالیست وو، چې د مطبوعاتو له لارې یې د خپل ځوریدلي ولس هوساینې لپاره هلې ځلې کولې. د هلمند والي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي، شهید خبریال دجمعه ورځ په داسې حال کې د وسلوالو طالبانو د ماین چاودنې ښکارشو، چې د جګړې په کرښه کې یې د خپلو نورو همسنګرو ملګرو سره یوځای خپله دنده ترسره کوله. سرچینو زیاتوی، په دې پیښه غمجن یم ارواښاد ته د الله تعالی له دربار څخه د جنت الفردوس دعا کورنۍ سره یې ځان په دې غم کې شریک بولم او ټولو خبریالانو ته ددې دردونکې پیښې له امله د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. په خبرپانه که راغلی دی، په دې پیښه کې د خاور ټلویزیون ټپي شوي موټر چلوونکي ته د الله تعالی له دربار څخه د بیړنۍ روغتیا دعا کوم.


د مطلب کود: 133250

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133250/د-اریانا-تلویزیون-خبریال-شهادت-په-اړه-هلمند-والي-ښاغلي-حیات-الله-خواشینۍ-پیغام

آوا
  https://www.avapress.com