دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۲۲:۲۴
د مطلب کود : 133252
جمهوررئیس غني د غور خلکو سره د غمشریکۍ او د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د غور ولایت د وروستۍ پېښې کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په خاطر نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سره د غور ولایت مرکز فیروزکوه ته سفر وکړ. جمهوررئیس د فیروزکوه هوايي ډګر ته له رسیدو سره سم، د ځانګړې نظامې قطعې له معاینې وروسته د معارف د یو شمېر تنکیو ځوانانو ورته په هېوادنیو ترانو او د ګلانو د ګیډیو په ورکولو هرکلی ووایه. ورپسې په داسې حال کې چې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکارانو حضور درلود، د غور ولایت د سیمه ییزو مسوولینو، متنفذینو، مشرانو او ځوانانو له تاوده هرکلي سره مخ شول. جمهوررئیس لومړی په هغه امنیتي غونډه کې چې د ولایت د مقام په ودانۍ کې جوړه شوه او په هغه کې د سترو امنیتي او دفاعي مسوولینو سربېره، د دغه ولایت سیمه ییزو نظامي مقاماتو حضور درلود ګډون وکړ او د غور ولایت د امنیتي مسوولینو د اجرااتو راپور یې واورید. د دغه ولایت امنیتي مسوولینو په غور ولایت کې د اجرا شویو پلانونو، اقداماتو او امنیتي تدابیر په اړه مفصل راپور وړاندې کړ او جمهوررئیس ته یې ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول توان سره د غور د خلکو د امنیت د ټینګښت په منظور هر اړخیزې هڅې وکړي او هیڅ ډول تروریستي ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو امنیت او ارامتیا ګډه وډه کړي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په دغه ولایت کې د امنیتي مسوولینو د اجرااتو او اقداماتو د راپور له اوریدو وروسته، له ترهګرو سره د مبارزې په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په لا تحرک او شریکو هڅو ټینګار وکړ او د غور ولایت امنیتي مسوولینو ته یې دستور ورکړ چې د دغه ولایت د خلکو د امنیت په خاطر دې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او پرینږدي چې د تروریستانو یو شمېر افراد د غور د خلکو د نظم د اخلال او د ځورولو سبب یې شي. په پام کې ده، جمهوررئیس به دغه سفر کې د غور ولایت د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو له کورنیو او متنفذینو سره په جلاجلا توګه ګوري او خبرې به ورسره وکړي. د جمهوررئیس د ناستو په اړه به لا زیات جزئیات وروسته خپاره شي.
https://avapress.com/vdcbsfb85rhbf5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته