دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۲۲:۲۸
د مطلب کود : 133253
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني هلمند ولایت کې د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر په شهادت سخت خواشینی شوی دی.
کابل، ارګ: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني هلمند ولایت کې د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر په شهادت سخت خواشینی شوی دی.
نن سهار په لښکرګاه ښار کې د وطن د دښمنانو له خوا د خبریالانو په موټر د ماین چاودنه شوې چې له امله یې د اریانا تلویزیون تکړه خبریال نعمت الله زهیر شهید شوی دی او د یو بل سیمه ییز تلویزیون موټر چلوونکی ټپی شوی دی. جمهوررئیس د دغې پېښې د غندنې پرمهال وویل: تروریستانو او د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په آزادۍ او انسانیت باور نه لري او خپلو شومو موخو ته ده رسیدو په خاطر له هیڅ ډول غیر انساني عمل څخه مخ نه اړوي چې د نعمت الله زهیر په شهادت یې یو ځل بیا د رسنیو ټولنه د ویر په ټغر کینوله. جمهوررئیس وویل، تروریستي بریدونه به هیڅکله د بیان د آزادۍ مخه ونه نیسي او خپلو خلکو ته د خبر رسولو په برخه کې به زموږ د خبریالانو اراده کمزورې نه کړي. جمهور رئیس وویل، نعمت الله زهیر د هلمند په ډېرو سختو شرایطو کې کار کاوه او په ډېرې زړورتیا به یې د نوموړي ولایت له حالاتو خپل وطنوال خبرول چې شهادت یې زموږ رسنیزې ټولنې ته لویه ضایعه ګڼم. هغه ټینګار وکړ چې حکومت د خبریالانو د ژوند د ساتنې لپاره خپل ټول امکانات په کار اچولي دي او د خبریالانو د امنیت لپاره به لا ډېر جدي تدابیر ونیسي. جمهوررئیس د شهید کورنۍ، دوستانو او رسنیزې ټولنې ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړل او اروښاد ته یې د خدای په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.
https://avapress.com/vdccp1qs12bq1i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته