دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۲۲:۵۴
د مطلب کود : 133254
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جلالتماب ولسمشر په لارښوونه په کندوزولایت کې دتیرې ورځې د خونړي ناورین په اړه د کندوز ولایت له والي سره خبرې وکړي. د ملي امنیت سلاکار د ټیلفون له لارې د کندوز ولایت والي ښاغلي اسدالله عمر خیل ته وویل چې د تیرې ورځې د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره هر ډول لازمه مرسته وکړي، د شهیدانو د جنازې او تدفین مراسم په قدر او عزت سره ترسره کړي او د کورنیو غړو ته یې ډاډ ورکړي چې حکومت د پیښې جدي او هر اړخیزه څیړنه کوي. ښاغلي محمد حنیف اتمر د کندوز ولایت له والي سره په خبرو کې د پیښې د څرنګوالي په اړه مالومات تر لاسه کړل او د خپلې ژورۍ خواشنۍ مراتب یې د شهیدانو کورنیو او دکندوز شریفو خلکو ته وړاندې کړل. د ملي امنیت سلاکار وویل چې د تیرې ورځې پیښه به په هر اړخیز ډوله څیړل کیږي، ترڅو د پیښې اصلي علت مالوم شي. د ملي امنیت سلاکار وویل چې ترهګر په خورا بې رحمۍ سره د ملکي وګړو له کورنو او استوګنې له ځایونو څخه د سنګرونو په توګه کار اخلي چې دا له ټولو نړیوالو جنګي قوانینو څخه څرګند سرغړاوی او یو نه بخښل کیدونکی جنګي جنایت دی. نوموړي زیاته کړه چې افغان وسلوال پوځ به د خپلو هیوادوالو د یوې قطرې وینې غچ له ترهګرو او د پردیو له مزدوران څخه واخلي. د ملي امنیت سلاکار د کندوز له والي سره په خبرو کې وویل چې جلالتماب ولسمشر به د شهیدانو د کورنیو له هر غړي سره ډیر ژر له نیږدې وګوري او د شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم به یې پر ځای کړي
https://avapress.com/vdcdks0foyt0sx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته