د کنړ ولایت امنیتی چارواکي او د دولت مخالفینو په دغه ولایت کې په منځ که جګره شوی دی. د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د شنبه ورځ دکنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د کنړ ولایت امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت خان رسنیو ته وویل، دیاد ولایت د دانګام ولسوالی د تېرې ورځې په جګړه کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. سرچینو زیاتیوی، چې په دې جګړه کې متاسفانه دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.