دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 133318
سازمان ملل د غیری نظامیانو د وژل کیدو په اړه د امریکایی ځواکونو پواسطه په قندوز کی تر څیړنی لاندی نیسی

د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی، یوناما د مقاماتو څخه غواړی چی په یو مستقل څیړنی سره، بی طرف او سریع د غیری نظامیانو د وژل کیدلو لپاره په قندوز کی په ژر وخت کی زمینه رامنځته کړی. 
امریکایی ځواکونه د پنجشنبه په شپه کی د خپلو دوو سرتیرو د وینی د انتقام لپاره د طالبانو څخه، هغه محل په قندوز کی چی ویل کیږی دا دوه سرتیری هم هلته وژل سوی  دی بمباران کړی دی. 
ددی حملی په نتیجه کی، هغه ډول چی خپله سازمان ملل وای، ۲۲ تنه غیری نظامیان د ښځو او کوچنیانو په شمول شهیدان سو او ۱۹ تنه هم ټپیان سوی دی. 
ددی بی رحمانه وژنی وروسته، په لسهاوو تنه قندوزیان د قربانیانو د تابوتونو په نقلولو سره د قندوز د والی د دفتر په وړاندی تجمع کړی دی او د عدالت غوښتونکی سوی دی. 
د یوناما دبیانیی په اساس، په دی حمله کی ۲۲ مسکونی کورونه په شدت سره خراب سوی دی. 
تدامیچی یاماموتو، د سازمان ملل متحد خاص سرمنشی د افغانستان لپاره او د یوناما د دفتر رییس دی حملی ته په عکس العمل سره وویل: د ملکی کسانو وژنه د قبول وړ نه دی او دا کړنه ددی باعث ګرځی چی په افغانستان کی سولی او ثبات ته زیان ورسوی. 
ښاغلی یاماموتو اضافه کړ: د هوایی حملو د ترسره کولو په وخت کی، بین المللی نظامی ځواکونه باید ټول اقدامات د هوایی حملو د ترسره کولو لپاره تحلیل کړی چی د غیری نظامیانو د وژل کیدلو لامل ونه ګرځی. 
یوناما د مقاماتو څخه غواړی چی د مسایلو د څیړنی لپاره یوبی طرفه فرصت رامنځته کړی. 
د یوناما دفتر همچنان د حملو د ځواب ویلو لپاره د مناسب اقداماتو غوښتونکی سو او په راتلونکی کی باید د قربانیانو د خساراتو د ورکولو او د حملو د مخنیوی لپاره اقدامات ترسره سی. 
دا حادثه په داسی حال کی ترسره کیږی چی هیواد په ټولو برخو کی د خشونت سره مخ دی او ملکی وګړی تر ټولو ډیر زیان وینی. 
په تیر اوونیزه کی یوناما ۴۶ خشونت انګیزه حادثی ثبت کړی دی چی د شدیدو زیانونو سبب سوی دی. 
هغه ارقام چی د یوناما پواسطه د اکتوبر د ۳۰ څخه تر ۵ نوامبر یعنی د شپږ ورځو په جریان کی ثبت کړی دی چی ۹۵ تنه ملکی کسان وژل سوی او ۱۱۱ تنه نور ملکی کسان ذخمی سوی دی ثبت کړی دی.

https://avapress.com/vdcezx8zvjh8xxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته