دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 133406
په پکتیکا ولایت کې د پولیو دوه نوې پيښې کشف شوې
د روانې اونۍ په بهیر کې د پکتیکا ولایت په برمل ولایت کې د ګوزڼ ناورغۍ دوه نوې پيښې رامنځته شوې. ددې دوو پيښو په رامنځته کیدو سره د پکتیکا ولایت په برمل ولایت ولسولۍ کې د پولیو پيښو شمیر ۶ پيښو ته او د روان زیږدیز کال له پیل څخه تر دې دمه په ټول افغانستان کې ۱۲ پيښو ته رسیږي. دعامې روغتیا وزارت د خپلو روغتیايی شرکاوو سره یو لړ عاجل اقدامات تر لاس لاندې نیولي چې په دې ناروغۍ دنورو ماشومان د اخته کیدو مخه ونيسي. ددې اقداماتو په لړ کې د روان کال دلړم د میاشتې له ۲۴ – ۲۸ نیټې پورې په پکتیکا ولایت کې د پولیو یو پراخ کمپاین په لاره اچول کیږي او همدا راز د سرویلانس او نظارتی فعالیتونه زیاتیږی. "داچې دوه نور افغان ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته شول، مونږ یې ډیر سخت خواشني کړو. ددې فلج کوونکي ناروغۍ د مخني په خاطر حکومت د پام وړ اقدامات او هڅې تر لاس لاندې نيولي دي. دا مهال اساسی لومړيتوب دادی چې تر هرڅه دمخه ټول ماشومان په پکتیکا ولایت کې واکسین شي چې ددې ناروغۍ پر وړاندې معافیت ترلاسه کړي." دغه مطلب د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز څرګند کړ. په پکتیکا ولایت کې د ټولو ماشومانو په تیره بیا دهغو ماشومانو واکسین کول ډیر اړین دي چې له پاکستان څخه را ستانه کیږي. د پولیو واکسین خوندي دی او ددې ناروغۍ د مخنيو او وقایې لپاره یوازنۍ لار ده.
https://avapress.com/vdccx1qse2bq108.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته