دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 133415
د رییس جمهور غونده د ملی بودجی په اړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له ملي شورا سره د مشورتي ناستو په لړ کې پرون ماښام د مشرانو جرګې مشرتابه، اداري پلاوي او سناتورانو سره د ۱۳۹۶ ل کال د ملي بودجې په اړه په ارګ کې مشورتي غونډه وکړه.
   په پیل کې جمهور رئیس غني په تېرو دو کلونو کې د مشرانو جرګې د سناتورانو له همېشنۍ او دوامدارې همکارۍ او مشوروڅخه مننه وکړه. هغه له سناتورانو څخه هیله وکړه، چې د ۱۳۹۶ل کال د بودجې په اړه خپلې مشورې او نظرونه په لیکلي ډول ورسره شریک کړي. جمهور رئیس وویل، سږکال د نورو کلونو برخلاف مالي امکانات موجود دي او سکتوري وزارتونه باید له دغو امکاناتو څخه هېوادوالو ته د موثرو خدماتو د وړاندې کولو لپاره ګټه واخلي. د هېواد جمهور رئیس وویل، د تدارکاتو برخه اصلاح او چټکه شوې او وزیرانو ته هم پیسې په واک کې ورکړل شوي، نو هغوی د پیسو د نشتوالي پلمه نشي کولای. وزیران باید تاسو ته ځواب ووایي چې ولې نه دي توانېدلي ټاکلې بودجه په معقول او مشروع ډول ولګوي. جمهور رئیس وویل، دا اعتراف باید وکړو چې وزارتونه د بودجې د مشروع مصرف ظرفیت نه لري. هغه زیاته کړه، زموږ ۱۵ سلنه هېوادوال وږي ویده کېږي او له ۳۷ څخه تر ۶۵ سلنه یې غذایي مصونیت نه لري، نو په دغسې حالت کې په معقول ډول د بودجې نه مصرفول یوازې بې کفایتي نه، بلکې ګناه هم ده. جمهور رئیس غني وویل، پخوانۍ او اوسنۍ پروژې باید تفکیک شي، ځکه په تېرو پروژو کې ګڼې ستونزې وې او هغه ستونزې تر ډېره حده موږ حل کړي. هغه زیاته کړه، اکثره سکتوري وزارتونه تراوسه د پروژو د تطبیق مهالوېش او د بهرنیو سلاکارانو د مدیریت ظرفیت نه لري. محمد اشرف غني له سناتورانو څخه په ټینګار وغوښتل چې خپله هغه ژمنه دې پوره کړي چې ویلي یې وو، هر وزارت چې خپله بودجه په معقول ډول ونه لګوله، نو دا ځل به یې بودجه کمه شي. هغه وویل، یو شمېر وزارتونو د خپلو اساسي چارو او مسوولیتونو پرځای په ساختماني چارو ځانونه بوخت کړي. د ساختماني کارونو لپاره باید د ښار جوړولو وزارت تر څارنې لاندې یوه واحده اداره جوړه شي، تر څو ټول دولتي ساختمانونه په اساسي توګه جوړ کړي. جمهور رئیس غني وویل، د ولسوالیو د ودانیو نقشې برابرې شوې چې ډېر ژر به یې د تطبیق چارې پیل شي او همدارنګه نورو دولتي ادارو ته به هم د اړتیا وړ ودانۍجوړې شي. هغه زیاته کړه، همدارنګه د واټونو، اورګاډي کرښې، نوري فایبر د جوړولو چارې هم باید واحدې ادارې ته وسپارل شي چې په اساسي توګه یې ترسره کړي. جمهور رئیس وویل، د بودجې د معقول مصرف او د موثرو خدماتو د وړاندې کولو لپاره په ادارو کې اساسي اصلاحاتو ته اړتیا ده، تر څو له زیربنا نیولې تر ښوونې او روزنې پورې هر څه ښه او مسلکي شي. هغه له سناتورانو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې دې د حکومت د اصلاحاتو ټینګ ملاتړ وکړي. جمهور رئیس غني وویل، که له خپل ولس او نړیوالې ټولنې سره د اصلاحاتو او ښو خدماتو په برخه کې شوې ژمنې پوره نه کړو، نو شته فرصتونه او امکانات ضایع کېږي. هغه ټینګار وکړ، یو واضح تصویر باید ولرو چې له امکاناتو څخه په راتلونکو درې کالو کې ښه ګټه واخلو. جمهور رئیس ټینګار وکړ، ولس او نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو د ښه ترسره کولو په موخه باید کابینه له ملي شورا سره په یو تړون کې دا واضح کړي چې کوم کارونه به په کوم وخت کې په اساسي توګه ترسره کوي. هغه وویل، موږ باید ملت ته ځواب ووایو، ځکه د افغانستان بې وزله، کونډه، د شهید کورنۍ او ولس واضح ځواب غواړي. محمد اشرف غني وویل، په تېرو دوه میاشتو کې سلګونه زره کډوال بېرته راستانه شوي چې هغوی کار او ښو خدماتو ته اړتیا لري. د ۱۳۹۶کال بودجه کې دې د کډوالو، بې ځایه شویو او کوچیانو د ځای پر ځای کولو لپاره  یوه اندازه بودجه ځانګړې شي. جمهور رئیس غني وویل، په راتلونکو درې میاشتو کې به داسې یوه طرحه ترتیب کړي چې په هغه کې د افغانستان اوسنی حالت، راتلونکي درې او همدارنګه لس کلونه واضح شي. هغه زیاته کړه، د لویو پروژو د تحرک لپاره به ملي شورا او خلکو سره په همغږۍ لس بین المللي شرکتونه انتخاب شي، چې د زیربنا په برخه کې له دولت سره په ګډه کار وکړي. جمهور رئیس وویل، همدارنګه ټول افغان انجینران باید په دقیقه توګه وارزول شي، د دوی ستونزې تشخیص او ظرفیتونه یې لوړ شي. هغه زیاته کړه، د افغانستان لس فقیر ولایتونه باید د زیاتې پانګونې محور وګرځي، تر څو متوازن انکشاف او د ټولنیز عدالت تامین  ته لاره هواره شي. د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان ۲۰ سرحدي ولایتونو انکشاف زموږ لپاره حیاتي ده، تر څو داسې افغانستان ولرو چې زموږ د اسلامي او ملي وحدت ترڅنګ اقتصادي وحدت هم په کې تامین وي. محمد اشرف غني وویل، د ۱،۲ میلیارد ډالر خصوصي پانګې جلبول په افغانستان او راتلونکي د پانګوالو د ټینګ باور مانا لري. هغه زیاته کړه له دغې پانګې څخه ۸۰۰ میلیون ډالر په برېښنا لګول شوي. همدارنګه یې له سناتورانو څخه وغوښتل چې افغان پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي. جمهور رئیس سیمه ییزې همکارۍ ته په اشارې وویل، نږدې راتلونکي کې به د ترکمنستان او اقینې د اورګاډي کرښه پرانیستل شي او له دې لارې د سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد پنځه برابره ارزانه تمامېږي. هغه زیاته کړه، د ازبکستان نوی حکومت هم له افغانستان سره د ترانزیتي لارې او دروازې خلاصولو ته لېواله دی او دا د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره ګټوره ده. جمهور رئیس غني سناتورانو ته وویل، د ۱۳۹۶کال د ملي بودجې له منظورۍ وروسته به په هرو درې او شپږو میاشتو کې وزیران یو ځل ملي شورا ته حساب ورکوي چې بودجه یې چېرې او څنګه لګولې ده. ورپسې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه، چې په تېرو دوه کالو کې یې له مشرانو جرګې سره په مهمو ملي مسایلو ۲۹ مشورتي غونډې کړي. هغه وویل، دغه همغږي، نږدېوالی او درناوی بېساری دی او څومره چې دا لړۍ پیاوړې شي، نو همغومره  همغږي او همکاري ورسره زیاتېږي. هغه وویل، ولسي جرګې او مالیې وزارت په تېرو ۱۴ کالو کې د مشرانو جرګې د سناتورانو مشورتي نظریاتو ته درناوی نه دی کړی. مسلمیار د دوی مشورو ته پام او درناوی د هېواد او ولس په خیر وباله. ښاغلي مسلمیار وویل، ځینې وختونه د بودجې له منظورۍ وروسته د ولایتونو لپاره یو لړ پروژې منظورېږي او ځینې وکیلان هغه پروژې خپل شخصي ملکیت بولي او د ځان د شهرت لپاره ورڅخه ګټه اخلي. هغه زیاته کړه، ملي بودجه او پروژې د افغانستان د خلکو حق دی او له هغو څخه باید د شخصي ګټو، شهرت او کمپاین لپاره کار وانخیستل شي. د مشرانو جرګې رئیس وویل، د ۱۳۹۶ ل کال د ملي بودجې په اړه ولسي جرګې او مالیې وزارت تر څنګ به خپل مشورتي نظریات له جمهوري ریاست سره هم شریک کړو.  هغه له جمهور رئیس سره د مشرانو جرګې په استازیتوب ژمنه وکړه، کومو وزیرانو چې بودجه په معقول ډول نه ده مصرف کړې د هغوی په هکله ستاسو د تصمیم او پرېکړې بشپړ ملاتړ کوو او د ولس او هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په خاطر ستاسو د اصلاحاتو او بدلون ملاتړي یوو او په دې برخه کې د هیڅ ډول سیاسي فشار پروا نه لرو. نوموړي وویل، په وزارتونو او ادارو کې دې بالمقطع تشکیل په قطعي ډول له منځه یووړل شي او پر ځای دې رسمي تشکیل زیات شي، تر څو ځوانانو ته د دوامدار او مصون کار اسانتیا برابره شي او همدارنګه د خپلوۍ او اړیکو دپاللو او اداري فساد مخنیوی وشي.    
https://avapress.com/vdccs1qsp2bq108.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته