کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو هیات د امریکا او سازمان ملل څخه کابل ته راځی

19 عقرب 1395 ساعت 10:15

قرار دی چی یو هیات د امریکا او سازمان ملل څخه د افغانستان د حکومت او اسلامی حزب ترمنځ د موافقنامی د مفاد د تطبیق لپاره کابل ته راسی.


د آوا دخبر ګزاری له مخی، د سولی د توافقنامی مشترک اجرایی کمیسیون د یک شنبی په ورځ د ریاست جمهوری په ارګ کی لومړی جلسه جوره کړه. 
محمد امین کریم، د اسلامی حزب د مذاکری د هیات رییس چی د سولی د توافقنامی د مشترک اجرایی کمیسیون غړیتوب هم لری، د امریکا په غږ کی ویلی دی چی ټول موضوعات د سولی د توافقنامی دمادو  په اړه زمان بندی سوی دی. 
دهغه په وینا،ددی مادو په راس کی د ګلبدین حکمتیار په وړاندی وضع سوی تعزیرات قرار لری او په دا دوو او دری ورځو کی قرار دی چی افغانستان د هیوادو او سازمانونو څخه وغواړی چی پر اسلامی حزب باندی وضع سوی تعزیرات واخیستل سی. 
خو ښاغلی امین د یو خارجی هیات د سفر څخه د کابل په لوری هم خبر ورکړی دی او وویل: تر هغه ځایه چی موږ اطلاع لرو راتلونکی اوونی کی یو هیات دامریکا او سازمان ملل څخه د توافقنامی د موادو د تطبیق لپاره او د تعزیراتو د بیرته اخیستلو په اړه په کابل کی به وی. 
امریکا او سازمان ملل تراوسه په دی اړه رسنیو ته کوم څه نه دی ویلی. 
دا په داسی حال کی دی چی محمد حنیف اتمر د ملی امنیت مشاور د سولی د توافقنامی د تطبیق د اجرایی مشترک کمیسیون په لومړی جلسه کی د هیله مندتوب ابراز کړی دی چی مشترک کمیسیون، د توافقنامی موادوته اولویت ورکړی چی محدودیتونه او تحریمونه د ګلبدین حکمتیار څخه او د اسلامی حزب څخه واخیستل سی.


د مطلب کود: 133434

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133434/یو-هیات-د-امریکا-او-سازمان-ملل-څخه-کابل-ته-راځی

آوا
  https://www.avapress.com