دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 133506
دکندهارماین چاوودنه دیوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوی دي
دکندهار ولایت امنیتی چارواکي ویلی دي، په یاد ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي وژل کیدل. د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخې، دغه پېښه دچهارشنبه ورځ د یاد ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې دی. د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته وویل، چې ددې کورنۍ غړي له یوه واده څخه دخپل کور پر لور روان و، چې متاسفانه د شاولي کوټ ولسوالۍ په سیمه کې پرې چاودنه شوې ده. خو طالبان تر اوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcdzs0f9yt0sk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته