خوښ ديک ۰

دکندهارماین چاوودنه دیوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوی دي

دکندهارماین چاوودنه دیوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوی دي
دکندهار ولایت امنیتی چارواکي ویلی دي، په یاد ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي وژل کیدل. د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخې، دغه پېښه دچهارشنبه ورځ د یاد ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې دی. د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته وویل، چې ددې کورنۍ غړي له یوه واده څخه دخپل کور پر لور روان و، چې متاسفانه د شاولي کوټ ولسوالۍ په سیمه کې پرې چاودنه شوې ده. خو طالبان تر اوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.
پنجشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود: 133506 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *