دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۵۱
د مطلب کود : 133722
دهلمند ولایت کې د یوه موټربم ځانمرګي بریدمخنیوي شوه
د هلمند امنیتي ځواکونو په یاد ولایت کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید په مخنیوي سره خبرداري وړکړل. د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د هلمند چارواکي واي، چې دغه موټر بم د دوشنبه ورځ د مرکز لښکرګاه د دوهمې حوزې اړوند د معلولینو نمرو په سیمه کې نیول شوې. د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، امنیتي ځواکونو هغه موټر چې نېږدې یو نیم سل ګیلوګرامه چاوېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي و، هدف ته له رسېدو وړاندې کشف او شنډ کړ. سرچنیو زیاتیوي، چې وسله والو مخالفینو غوښتل په دغه موټر سره یو خونړی برید تر سره کړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. خو تراوسه وسله والو مخالفینو په دي اړه څه ندي ويلي.
https://avapress.com/vdcdxs0fxyt0s56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته