کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دهلمند ولایت کې د یوه موټربم ځانمرګي بریدمخنیوي شوه

24 عقرب 1395 ساعت 17:51


د هلمند امنیتي ځواکونو په یاد ولایت کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید په مخنیوي سره خبرداري وړکړل. د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د هلمند چارواکي واي، چې دغه موټر بم د دوشنبه ورځ د مرکز لښکرګاه د دوهمې حوزې اړوند د معلولینو نمرو په سیمه کې نیول شوې. د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، امنیتي ځواکونو هغه موټر چې نېږدې یو نیم سل ګیلوګرامه چاوېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي و، هدف ته له رسېدو وړاندې کشف او شنډ کړ. سرچنیو زیاتیوي، چې وسله والو مخالفینو غوښتل په دغه موټر سره یو خونړی برید تر سره کړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. خو تراوسه وسله والو مخالفینو په دي اړه څه ندي ويلي.


د مطلب کود: 133722

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133722/دهلمند-ولایت-کې-د-یوه-موټربم-ځانمرګي-بریدمخنیوي-شوه

آوا
  https://www.avapress.com