دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 133993
اسټولټنبرګ:د ناټو د راتلونکي په اړه مې له ټرامپ سره ښې خبرې اترې لرلې
د ناټو عمومي منشي جنز اسټولټنبرګ د جمعې په ورځ وویل چې ناټو د راتلونکي او په متحدو هېوادونو کې د دفاعي لګښت د زیاتوالي پر اهمیت د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ټرامپ سره ښه مذاکره لرلې ده. ښاغلي اسټولټنبرګ خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«د ناټو د راتلونکي او د متحدو هېوادونو د دفاعي لګښت د زیاتوالي د ارزښت په اړه مو ښه مذاکرات لرل.» د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د ناټو په ائتلاف کې پاتې کېدل یې د غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو د کموالي په اړه تر پوښتنې لاندې راوست او دا اندېښنه یې رامنځته کړې چې امریکا په دغه ائتلاف کې هغه هم په هغه وخت کې چې د شخړو له لوړو کچو سره مخامخ دي. د روسیې ولسمشر پوټین ته د ټرامپ مثبته مخه کړنه تر یوې کچې د ناټو غړي هېوادونه یې اندېښمن کړي دي. د هغې خبرپاڼې پر بنسټ چې ناټو خپره کړې اسټولټنبرګ د ټرامپ بریالیتوب مبارکي ویلې او اعلان یې وکړ چې له هغه او د امریکا د ملي امنیت له غړو سره د همکارۍ لپاره په بې صبرۍ په تمه دی. د دغې خبرپانې پر نبسټ،اسټولټټنبرګ او ټرامپ د دغې موضوع پر اهمیت چې«ناټو باید خپلې لارې ته دوام ورکړي» په نوې امنیتي چاپېریال کې د ناټو سیاست او ټینګار چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مل دی وڅېړلي. اسټولټنبرګ څرګنده کړه چې په ۲۰۱۴ کال کې په دغه پوست کې له ګمارنې څخه وروسته د پوځي لګښتونو د رعایت موضوع د هغه له لومړیتوبونو څخه وه. دواړو خواو همدارنګه د ناټو د دفاعي لګښتونو په اړه هم سره خبرې اترې وکړې او هوکړه یې وکړه چې د ناټو په پوځي لګښتونو کې عادلانه مشارکت حاصل شوی دی خو تراوسه باید ډېر کارونه وشي.
https://avapress.com/vdcdns0fsyt0sn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته